لیکوال: مشتاق رحیم
موږ د تاریخ په اوږدو کې هر وخت پر بهرنیانو تکیه کړې او د هغوی په ملاتړ مو واک ته د رسېدو تکل کړی خو هغوی مو بیا یوازې تر هغه ملتیا کړې تر کومه چې یې ګټې وې، په ځلونو په اصطلاح تر ورور رانږدې باندني په میدان پرېیښي یو او بېرته رانه تللي دي.
شاهشجاع له انګرېزانو سره راغی؛ په کابل کې یې پاچاهي جوړه کړه خو انګرېزانو چې کله له وزیر محمد اکبرخان سره له افغانستانه د وتلو هوکړه کوله نو شاهشجاع په بالاحصار کې پرې خبر هم نه و.
له عبدالرحمن خان سره انګريزانو تړون کړی و چې ستا امنیت زموږ پر غاړه دی خو کله چې روسانو پر پنجده برید وکړ نو انګريز سرکار خپلو عسکرو ته وویل چې ترې راشاته شئ او جګړه کې ښکيل نه شئ؛ آن د جګړې لپاره په کار بارود یې هم ترې یووړل او افغان جنګیالي یې د روسيې عسکرو په تش لاس او په تش میدان پرېښودل.
دغه راز ترهکی او حفیظ الله امین در واخله، ورپسې کمونستان پر روسي ټانک سپاره راغلل خو کله چې ګورباچوف له ریګن سره جوړجاړی کاوه نو ډاکټر نجیب هله خبر شو چې کیسه تمامه وه.
پاکستان په مجاهدینو سوداګرۍ کولې او سره له دې چې واک ته له رسېدو سره سم برهانالدین رباني حمیدګل ته د کابل په ګدۍ د کېناستو وړاندیز هم ورکړ، پاکستان د خپلو ګټو په خاطر د رباني د مخالفو ډلو ملاتړی شو څو چې یې له چوکۍ سره له کابله پسې واخیست. همدارنګه طالبانو لومړۍ واکمنۍ چې کله سقوط وکړ نو د پاکستان ولسمشر مشرف تر ټولو لومړی په دغه هېواد کې د طالبانو برحال سفیر امریکا ته لاس تړلی ورکړ، لسګونه نور یې د پیسو په مقابل کې پر امریکا خرڅ کړل، ملا برادر کلونه کلونه د پاکستان په جېلونو کې تیر کړل؛ چېرته مې لوستي وو چې یوه ډله طالبان د کابل له سقوط وروسته حقانیې ته ولاړل، هلته ورته سمیعالحق ویلي وو چې ورک شئ، خپله خو غرق شوئ، اوس موږ غرقوئ!
کرزی یې په اروزګان کې زموږ په وطني اصطلاح پاچا اعلان کړ خو بیا ورته هالبروک اخطار ورکولو چې وبه وژل شي؛ دغه راز غني چې څو په کابل کې خبرېده، په دوحه کې تړون لاسلیک شوی و.
داسې به نورې سترې او وړې بېلګې وي خو موخه دلته د تاریخي پېښو لړلیک لیکل نه دی؛ خبره دا ده چې موږ کابو ټول عمر په هیواد کې د بدلون لپاره د خپلې خوښې نظام راوستلو په اراده او یا هم د ځانغوښتنې په حرص کې پردی لاس نیولی او د خپل وطندار په مقابل کې مو کارولی خو کله مو هم سوچ نه دی کړی چې دا پردی ولې راسره مرسته کوي، دا ګاونډی مې ولې د ورور په مقابل کې راسره مرسته کوي؟ بده یې بیا دا ده چې کله یې ورځ راغلې، دغو خواخوږو په تش میدان پرېیښي یو او اوږه یې خالې کړې ده.
وايي، له تاریخه چې څوک زدهکړه نه کوي، تاریخ پر هغوی تکراريږي؛ پر موږ باندې په یوه پېړۍ کې څو وارې تکرار شوی……
د بدلون، اصلاح، سمون او پرمختګ لپاره اړتیا ده چې کور دننه وطني خوځښت کار وکړي، یوازې ارګانیک او وطني هڅې مو د اوږدمهال او پایدار بدلون او پرمختګ لاره خلاصولی شي؛ دا مزل طبعاً چې اوږد دی، له کږلېچونو، کړکېچونو ډک دی، ډېره حوصله، وخت او انرژي غواړي، ښايي د نسلونو قربانۍ ته اړتیا ولري خو سمه لار همدا ده. وارد شوي بدلونونه مو په وار وار تجربه کړل، پایله یې منفي وه، د تجربو په رڼا کې په راتلونکي کې هم متفاوته پایله لاس ته راوړل راته شونې نه ښکاري.
کاش بالاخره خو له تاریخه زدهکړه وکړو.
نوټ: تاریخي پېښې له حافظې لیکم، نو لاندې باندې ښايي په کې وي خو لکه څرنګه چې مې پورته وویل، موخه تاریخي پېښلیک نه دی.
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Views: 225
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP