ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کنګل‌شوې ارزي شتمني؛ تر شا یې پرتې کیسې
د افغانستان کنګل‌شوې ارزي شتمني؛ تر شا یې پرتې کیسې

لیکوال: عبدالوافي نایبزی

وروستی حالت:

ښايي له موږ څخه ډېر کم په‌ دې ناخبر اوسو چې د امریکا متحده ایالات غواړي، د افغانستان له کنګل‌شوې ارزي شتمنۍ څخه ۳.۵ مېلیارد ډالر د Trust Fund تر نامه لاندې یوه سوېسي بانک/ BIS ته انتقال کړي، تر څو له‌دې طریقه وکولای شي چې په افغانستان کې رامنځ‌ته شوی بشري ناورین او د برېښنا د پورونو په ورکړه کې ورسره مرسته وکړي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګسټ په ۲۱مه چې امریکا د افغانستان نهه مېلیارده ډالرو شتمنۍ کنکل کړه، نو له هماغې ورځې راهیسې يې ډېپلوماټانو ته دنده وسپارله چې څنګه کولای شي په افغانستان کې له پېښېدونکي اقتصادي ناورین سره مرسته وکولای شي؛ تاسو که لږ ځير شئ، د افغانستان اقتصاد کابو له بشپړ سقوط سره مخ‌ دی. اصلي ستونزه له هغه وخته پیل شوه چې سرپرست حکومت د افغانستان بانک چارې په‌خپل لاس کې واخیستې، چې په‌دې سره ۷ مېلیارده ډالر د امریکا فډرال بانک او ۲ مېلیارده د نړۍ نورو بانکونو کنګل کړې.

**********

د افغانستان پر ارزي شتمنۍ جنجالونه:

د افغانستان د شتمنۍ له کنګل‌کېدا سره په امریکا کې حقوق‌پوهان او سناټوران دوه تقسیمه شول، لومړۍ ډلې د امریکا د اوسني دريځ ملاتړ کاوه چې څنګه وکولای شي، پرته د طالبانو د لاس‌رسي له یادو پیسو څخه د افغانستان لپاره ګټه واخلي، بله ډله يې بیا د ۱۱ سپټمبر د قرباني شویو کورنیو وکیلان، حقوق‌پوهان او هغه سناتوران وو چې غوښتل يې د افغانستان کنګل‌شوې ارزي شتمني د غرامت په بڼه د قربانیانو کورنيو ته ورکړي. د دویمې ډلې په اړه چې د افغانستان کنګل‌شوې شتمني يې د غرامت په اړه غوښتله، یو څه حقوقي ستونزه لرله چې کابو ادعا یې رد شوه، خو اوس يې هم قضیه روانه ده چې ښايي څو کلونه به ونیسي؛ د لومړۍ ډلې نظر دا دی، تایید شو چې له امریکا سره له ۷ مېلیارده کنګل‌شوې شتمنۍ څخه يې ۳.۵ مېلیارده ډالر سوېس ته انتقالېږي.

************

ولې امریکا داسې کوي؟

اصلي کیسه دا ده چې بایډن د ملګرو ملتونو یا UN هغه اندېښنو ته په‌دې بڼه ځواب ورکړ چې ګوندې د افغانستان نیم نفوس (۲۰مېلیونه وګړي) له شدیدې لوږې سره مخ‌ دي او که مرستې ونه‌شي، نو حالت به خورا بد لور ته لاړ شي؛ تر څنګ یې د ملګرو ملتونو بل راپور چې وړاندوینه يې په‌کې کړې چې راتلونکی ژمی به د افغانانو له‌پاره خورا بد ژمی وي او ناوړه اب- و-هوا به یې کروندې زښتې وځپي.

***********

ارزي شتمنۍ سره باید په اوس وخت کې څه وشي؟

دا هم لکه د لمر روښانه ده چې د افغانستان ارزي شتمني باید په خیریه بشري کارونو ونه‌لګول شي، خو هو، باید په هغه ډول د تضمین په توګه وکاورل شي چې په افغانستان کې کوچنیو کاروبارونو ته رشد ورکړي، د سیمې د هېوادونو راکړه ورکړه ورسره باوري او ډېره کړي او تر څنګ یې په کرار کرار کوچني تشبثات د ثبات پر لور وهڅوي.

د افغانستان بانک قوانین په څرګنده توګه د ارزي شتمنۍ په اړه وضاحت ورکړی چې په څه ډول باید وکارول شي (زما هدف دا دی چې نه خو سرپرست حکومت حق لري، چې دا پیسې پر پروژو ولګوي او نه نړۍواله ټولنه دا حق لري چې د بشري پروژو په نوم د افغانستان ارزي شتمنۍ حیف-و-میل کړي.)

ارزي شتمني باید د افغانستان بانک له لوري د نوي افغاني بانک‌نوټونو عرضه کولو، د افغانۍ د ثبات له‌پاره له‌دې شتمنۍ څخه د ډالرو په واردولو او په متواتره بڼه د مرکزي بانک د سوداګريزو راکړو ورکړو د تضمین په بڼه وکارول شي، خلاص!

************

پر ارزي شتمنۍ د طالبانو او امریکا بحثونه، پایله څه وه؟!

د امریکایانو غوښتنې: د افغانستان پر ارزي شتمنۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ په میاشتو- میاشتو خبرې اترې او بحثونه وشول، پایله دا وه چې امریکايي لوري ورته ښکاره وویل چی دوی ۴ شرطه لري، تر څو د افغانستان بانک د کنګل ‌شوې شتمنۍ یوه برخه ازاده کړي.

د امریکا د خزانې ادارې په یو رسنیزه پاڼه کې دغه څلور شرایط داسې بیان کړي:

 لومړی، د افغانستان بانک باید ۱۰۰ سلنه خپلواک واوسي (یانې سیاسي نه‌وي).

 دویم، د افغانستان له ارزي شتمنۍ څخه باید د ترهګرو ډلو د ملاتړ له‌پاره کار وانه‌خیستل شي، یانې Anti-Money Laundering/Combating the Financing of Terrorism (AML/CFT) برخې ته جدي پام کول.

 درېیم، یوه درېیمه اداره Third Party باید په‌دې یوه ارزونه ترسره کړي چې دې پيسو ته څومره ضرورت دی.

 او څلورم، که چېرته دا ارزي شتمنۍ له کنګل‌کېدا خلاصېږي، نو تل به پرې د یو درېیمې ادارې نظارت شتون ولري.

د طالبانو ځواب: د ۲۰۲۲ز د سپټمبر په درېیمه نېټه د حکومت د رسنیو مرکز په دفتر کې د سترې محکمې د حساب‌ورکړې په ناسته کې طالبانو خبریالانو ته څرګنده کړه چې دوی د افغانستان د کنګل‌شوې شتمنۍ په اړه د امریکا له‌ دې شرایطو سره چې له ‌دغو پیسو به د ترهګرو د ملاتړ له‌پاره کار نه اخیستل کېږي او یوه درېيم‌گړې اداره به ارزونه/نظارت ترسره کوي، دوی ورسره هېڅ ستونزه نه‌لري.

جنجالي نکته:

د دواړو لوریو له شرایطو او خبرو معلومېږی چې جنجالي نکته د امریکا له لوري د افغانستان بانک «خپلواک» پاتې کېدل دي؛ وال سټرېټ ژورنال د ۲۰۲۲ز د مارچ په یوولسمه ولیکل، هغه څوک چې د افغانستان بانک دویم لوړپوړی چارواکی دی، له امریکا سره د بندیزو په لسټ کې دی. امریکا نه‌غواړي هغه څوک چې د دوی له لوري د «بندیزونو په لسټ» کې وي، په افغانستان بانک کې دې دنده ولري؛ بل لور ته دوی وايې، موږ امریکا ماته کړې ‌ده او په دولتی ګومارنو کې د امریکا فرمایشونه نه‌شي منلای، خو هو په‌خپلو دولتي کارمندانو يې د ادارو قوانین پلي کړي ‌دي او حاضر دي چې قوانین تطبیق کړي. د امریکا او طالبانو خبرې د ارزي شتمنۍ په برخه کې په‌همدې ځای بې‌پایلې پاي‌ته ورسېدې.

**********

نتیجه څه شوه!؟

امریکا خپل پرېکنده تصمیم ونېوه چې د افغانستان بانک له کنګل‌شوې شتمنۍ به ۳.۵ مېلیارده ډالر په سوېسزرلنډ کې BIS بانک ته سپارل کېږي، څلور لوړرتبه اقتصادپوهان (یو امریکايي، یو سوېسی او دوه تنه هغه افغانان چې د افغانستان اوسني نظام سره هېڅ اړه نه‌لري) به يې نظارت کوي. په ۱۴سپټمبر د افغانستان بانک په‌دې تړاو اعلامیه خپره کړه چې د افغانستان بانک ارزي شتمني باید بل هېواد ته انتقال نه‌شي او د پولي پالېسۍ او کوچنیو کاروبارونو له ثبات پرته باید پر هېڅ پروژې ونه‌لګول شي.

د مطلق موافقو او مطلق ناموافقو په منځ کې داسې یوه ډله هم شته چې فکر کوي دا چاره به د وخت له تېرېدو سره د افغانستان د اقتصاد له‌پاره ځکه ګټوره وي، چې د افغانستان بانک ته دا اجازه ورکړل شي چې د افغانۍ د ثبات له‌پاره د دې ارزي شتمنۍ په تضمین هېواد ته ډالر وارد کړي او په کرار- کرار به د افغانستان بانک امـ.ارتي پرسونل/مشرتابه به هم د سیاسي ناندریو پر ځای بانکي تخنیکي چارو ته مخه کړي.

وګورو چې څه کېږي!

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 3263

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.