ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال جام او د افغانستان لوبډله
د کرکټ نړۍوال جام او د افغانستان لوبډله

لیکوال: جعفر هاند

افغانستان د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په وروستۍ تمريني لوبې کې سري لانکا ته په ماتې ورکولو سره او په اسیاجام کې په ۳۸ اورونو کې پر سري لانکا د ۲۹۰ منډو په کولو سره دوه پیغامونه ورکړل:

۱. که افغان لوبغاړي په هرې لوبې کې په همداسې فکر، پلان او محاسبې سره مخې ته ځي او پلان عملي کوي، له هرې لوبډلې سره فوق العاده لوبې کولای شي او لوبې ګټلای شي

۲. افغانستان توپ وهونکي غټ انېنګزونه کولای او لوی هدفونه پوره کولای شي.

د کرکټ په نړۍوال جام کې د افغانستان اوږړد او له ننګونو ډک سفر د شنبې په ورځ پیلیږی. افغانستان اوس داسې یوه لوبډله ده چې هر لوبغاړی یې نړۍ ته ښکاره دی، کوم توپ وهونکی یې څنګه دی او څنګه اوټ کړل شي او کوم توپ اچوونکی یې څنګه دی او باید څنګه ولوبول شي؟ موږ هم پوهېږو او نور هم.

افغان لوبغاړو تر نړیوال جام مخکې مسلسل څو میاشتې لوبې وکړې او وروستی یې هم اسیا جام و. ښه وه چې تر اسیا جام وروسته یې لږ ارام وکړ او په دې هیله چې بیا هم خپل ارام او صحت دې ډېر پام وکړي.

افغان لوبغاړي که د خپل استعداد او قوت په اساس لوبې وکړې او ورکړل شوی پلان عملي کړي، دا نړیوال جام به د افغانستان لپاره رښتیا هم یو تاریخي جام وي.

د افغان لوبډلې پر ځینو عمده اړخونو غږېږم:

اوپنېنګ یا پیلول:

د افغانستان لپاره ښه خبره دا ده چې عمده توپ وهونکي یې بېرته خپل پخواني حالت ته ګرځېدلي دي. تمریني لوبه کې د ګربز هغه با حوصله او د پلان په اساس لوبه او د رحمت شاه او د رحمت شاه ۹۳ منډو وښوده چې که د افغانستان ټاپ ارډر د منډو ښه بنسټ کېښود، لوړ هدف ټاکلی او لوړ هدف پوره کولای شي. په نړیوال جام کې د افغانستان د سر توپ وهونکي رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ به د افغان لوبډلې د بري لپاره اساس وي. که دوی د منډو ښه اساس کېښود، مډل ارډر او ټیټ ارډر ته به کار اسان وي. د اوپنېنګ لوبغاړو اصلي دنده هم همدا وي.

د رحمان الله ګربز د لوبې سټایل د خرپ او ترپ سټایل دی، البته دا تګلاره په شل اوریزو لوبو کې بریالۍ وي، خو ۵۰ اوریزو لوبو کې خورا ډېر زغم، فکر، د حالاتو سره تطابق او د ورکول شوي پلان عملي کول هم وي. د ګربز وروستیو لوبو کې ښکاره شول چې هغه د ۵۰ اورونو د لوبو یو ښه لوبغاړی هم دی. د ده زغم، د وضعیت ارزول، په لومړیو کې اهسته اهسته او محتاطانه لوبه او بیا د لوبې چټک کول د یو میچور او تجربه لرونکي لوبغاړي کار دی، ګربز دا وکړ او په دې هیله چې همداسې روان وي.

د ګربز ښه والی دا دی چې تېر سیزن کې یې آی پي ال کې د هند په ډېرو میدانونو او ډېرو قوي توپ وهونکو او سلګونه زره نندارچیانو په وړاندې لوبې وکړې. له اب او هوا او وضعیت سره ښه اشنا دی. ګربز د لویو انېنګزونو لوبغاړی دی، هیله ده چې د افغانستان قوي ملا وتړي.

ابراهیم ځدراڼ بیا د ارام فکر او ارام طبیعت لوبغاړی دی. په ورزش کې د لوبغاړو  طبیعت د هغوی په لوبو هم تاثیر لري. د ده د لوبې سټایل ارام دی او ورکړل شوې دنده هم تر ډېره په ښه شکل مخې ته وړي. د ده دنده دا ده چې په بل طرف کې به ویکټه ساتې او سټرایک به روټیټ کوي. ابراهیم دې کار کې بریالی هم دی. ابراهیم د غټو انېنګزونو لوبغاړی دی. د ابراهیم تېرو لوبو او ارام فکر او مسئولیت پذیرۍ ته په کتو، هغه به په نړیوال جام کې ځلېږي. دواړه اوپنران د لوبو د حساس وخت او حساسو اورونو لوبغاړي دي او مسئولیت یې هم سخت او له ننګونو ډک دی.

مډل ارډر یا د منځ لوبغاړي:

په مډل ارډر کې د رحمت شاه او حشمت شتون ښه خبره ده. د رحمت شاه بیرته فوم ته راتګ بیخی‌ښه خبره ده او په اسیا کپ کې د حشمت دوو پرلپسې پنځوسیزو  هیله بخښونکي دي. دوی دواړه د غټو انېنګزونو لوبغاړي دي. په مډل ارډر کې د رحمت شاه یوه پنځوسیزه د لوبډلې په بري کې ډېر مهم رول لرلای شي او دی د پنځوسیزو او سلیزو لوبغاړی دی.

حشمت شهیدي لوبډلمشر دی. کپتان د لوبډلې مشر وي او مشر باید تر ټولو مخکښ او مخکې وي. کپتاني یو امتیاز خو مسئولیت یې تر امتیاز څو برابره زیات او ډېر دی. دی که څه هم د غټو شاټونو لوبغاړی نه دی، خو دا وړتیا لري، چې ویکټه وساتي او لوبه روانه وساتي. د فیلډرانو یا ډګر ساتونکو ترمنځ فاصلو کې په شاټ وهلو کې هم ښه دی. اسیا کپ کې پنځوسیزو به یې مورال لوړ کړی وي.  شارټ پچ او اف بریک ورته لوی سرخوږی دی، خو حشمت باید تر بل هر لوبغاړي ډېر مسئولیت ومني.  له ګربز او ابراهم وروسته، د افغانستان د منډو ډېره تګیه په همدې دوو لوبغاړو کېدای شي.

محمد نبي او نجیب ځدراڼ زموږ مجرب ،ګیم چاینجر او ګیم وینرز لوبغاړي بلل کېږي. محمد نبي چې په اسیا کپ کې څه ډول لوبه وکړه، مینه والو  ته یې هیله وبخښله چې نړیوال جام ته له ښه فوم سره روان دی. دی د ډېرو غټو شاټونو د وهلو ظرفیت لري او په حساس وخت کې د لوبې رخ بدلولای شي، د نبي د بیټېنګ په قوت یوازې هغه په خپله پوهېږی. بالینګ یې بل ښه والی دی.

نجیب ته چې اوپنران او مډل ارډر لوبغاړي ښه اساس کېږدي، دی یې بیا په ښه توګه لوبه ختموي. که څه هم نجیب په وروستیو کې ډېر ځلېدلی نه دی، خو دا ظرفیت لري، چې د تېرو خرابو لوبو جبران وکړي. زما هیله دا ده چې دا دوه په لوبو کې ډېر مسئولیت ادا کړي، که نجیب تل دا شکایت کاوه چې بیټینګ ارډر یې لږ مخکې کړي، اوس فکر کوم، د افغانستان د توپ وهنې ترتیب تقریبآ ثابت شوی دی او په دې هیله چې نجیب په خپل ځای کې خپل مسئولیت ادا کړي.

د الراونډرانو برخه مو ښه ده او د ضرورت په وخت کې د خرپ او ترپ لوبه او بالینګ کولای شي، هیله ده چې عظمت په سټه پوره روغ وي.

تېز بالینګ:

په تېز بالینګ کې د نوین الحق په راتګ سره د تېزې توپ اچوونې په برخه کې شته اندېښنه تر یوې اندازې حل شوې ده، که څه هم نوین ډېره موده یوه ورځنۍ لوبې نه دي کړي، خو ډاډه یم چې نوین یو ځېرک او فټ لوبغاړی دی او کولای شي چې وضعیت او حالت سره ځان برابر کړي.

بله لویه اندېښنه مې د فضل حق فاروقي بالینک ده. هغه په اسیا کپ او د پاکستان خلاف لوبو کې بیخي خراب و. پوهېږئ، په دغو سیالیو کې یې په یوې کې هم ده پوره ۱۰ اورونه نه دي کړي. شاید د ستړیا خبره وه. هیله ده چې نړیوال جام کې کېسه بل ډول وي.

په سپین بالینګ خو هند د افغانستان کنډېشن بلل کېږي. راشد، نبي، مجیب او نور د هند په ډېرو میدانونو کې لوبې کړي. د تجربې سوال نه پیدا کېږي، ان شاءالله چې دوی به موږ نه مایوس کوي.

د افغانستان د بري په هیله.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 655

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.