لینکه او شننه: شاکرالله وفادار
شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې مازدیګر مهال له دفتره ستړی د شهرنو پارک پر لور لاړم، څو ذهني ستړیا مې له منځه لاړه شي؛ کله چې پارک ته ورسېدم، څو قدمه مې واخیستل، نو په دې وخت کې ګورم چې د پارک منځنۍ فوارې خوا ته تر یوې لویې او زړې ونې لاندې یو په ونه پنډ او مشر سړی د حاجت رفع کولو لپاره ناست دی، په داسې حال کې چې شاوخوا ماشومان په چمن کې د والیبال لوبه کوي، کله یې چې حاجت رفعه کړ، نو پسې بل مشر هماغه ونې خوا ته روان شو او خپل ضرورت یې رفعه کړ، دا دواړه مشران له څو نورو کسانو سره د پارک په هماغې برخه کې یوې څنډې ته غالۍ غوړولې وه او په ښکلي هوا کې یې د شین چای له څښلو خوند اخیست.
دا هر څه ما په خپلو سترګو ولیدل؛ هماغه ما له هغوی په خپل مبایل کې ویډیو هم وکړه، زړه مې و چې په خواله رسنیو کې یې خپره کړم، څو خلکو ته یادونه وکړم چې په دومره ښکلي پارک او ښکلې هوا کې چې خلک خپله او خپل ماشومان د لوبو او تفریح لپاره پارک ته راولي او یو شمېر مشران په عامه ځایونو کې داسې ناپوهانه عمل کوي چې انسان یې په لیدو شرمېږي.
د هغوی دغه عمل راته لوی ظلم ښکاره شو، خو بیا مې فکر وکړ چې دا مشران دي، ضرور به اولادونه او لمسیان لري، که دا ویډیو خپره شي او هغوی یې وګوري، د دوی پر مخ به څه پاتې شي، بیا مې ویډیو ډیلېت کړه، فکر په مخه واخیستم، حیران شوم چې له دومره عمر، انسانیت، مدنیت او فرهنګ سره دا ډول کړنه!! له ځان سره مې وویل چې کله به موږ اصلاح شو او د خپل کلتور او فرهنګ ساتنه به وکړو.
څو ورځې وروسته مې یوه بله زړه دردوونکې صحنه ولیده؛ د پارک په یوه کونج کې یو شمېر ځوانان او د پاخه عمر خلک ناست دي او مخې ته یې د انرژیانو، چپسو او بریانیو پاکټونه ایښي دي، بانډار، خندا او ټوکې یې کولې، خو کله چې دوی له بانډار او خوراکه فارغ شول او د خوراکي توکو پاتېشوني یې په چمن کې پر ځای پرېښودل او له پارکه ووتل، دا هم راته لوی ظلم او نه جبرانېدونکی عمل ښکاره شو، دا هر څه د ښاري فرهنګ او پاکوالي خلاف هم ګڼل کېږي؛ فکر وکړئ، که هره ورځ پارک ته لسګونه ځوانان راشي او ورته عمل ترسره کړي، خپل پاتېشوني همداسې پرېږدي، نو ایا اخیر به په پارک کې د ناستې ځای پیدا شي؟ معلومه خبره ده چې د پارک ښکلي چمنونه به له خځلو ډک شي، ښکلا به یې له منځه ولاړه شي او پارکونه به د ارام پر ځای له بویونو او خځلو ډک شي.
دا دوه کیسې او د سترګو لیدلی حالت مې ځکه رایاد شو چې تېره اونۍ د کابل ښاروالۍ د ښار د پاکوالي او ښاري ښکلا په موخه د ۵ زره کثافتدانیو جوړولو او په ښار کې یې د ځای پر ځای کولو د عملي چارو خبر ورکړ. دا ډېر ښه او پر ځای اقدام دی چې کولای شي د ښاري چاپېریال په پاکوالي کې مرسته وکړي. زه په دې کار له زړه خوښ شوم او په فکر کې شوم چې له دې سره به نه یوازې ښاري ساحې، بلکې په ښار کې دننه پارکونه هم پاک شي، خو یوه پوښتنه لا هم بې ځوابه پاتې ده، ایا خلک به دغه کثافتدانۍ وکاروي او اضافه مواد به په هلته واچوي؟
په عامه ځایونو کې خوراک او څښاک کوونکي ځیني وګړي اکثره خپل کثافات په ځمکه غورځوي او د ښاري فرهنګ او پاکوالي په کیسه کې هم نه وي، تر هغه چې په دې برخه کې پراخ عامه پوهاوي رامنځته نه شي او دا بد عادتونه بدل نه شي، نو د ښار پاکوالي به هم همداسې په خطر کې وي.
خو هغه پوهه او له ښاري فرهنګ سره بلد خلک چې اړتیا یې احساسوله چې باید د ښار په مختلفو ساحو کې د کثافاتدانیو شمېر زیات شي، څو په ښار کې د ککړتیا مخه ونیول شي، هغوی به خوشحاله وي او دغه کار به ورته یو ډول پرمختګ ښکاري.
یوه بله مهمه موضوع دا ده چې حکومت ته یوازې د کثافتدانیو ځای پر ځای کول نه دي پکار، باید په خلکو او ښاریانو د پاکوالي قوانین پلي کړي او د اړتیا پر مهال له سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي، کثافات منظم راټول کړي، د ښاروالۍ برخه کې ډېر کارکوونکي په کار وګوماري او د ښار او چاپېریالساتنې برخه کې پراخ کمپاینونه ترسره کړي.
موږ او تاسې باید د ښار پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړو، څو هم مو ښار ښکلی شي او هم له همدغه ککړو موادو له پیدا کېدونکو ناروغیو په امان کې و اوسو. موږ ټول باید د ښاري فرهنګ د ودې لپاره کار وکړو، د ښار پاکوالی یوازې د حکومت نه، بلکې زموږ د ټولو دنده ده او ګډ مسوولیت دی. که چېرې موږ هر یو خپل چاپېریال ته درناوی ولرو، خپلو ماشومانو ته د چاپېریالساتنې برخه کې پوهه ورکړو او کثافات په مناسب ځای کې واچوو، نو زموږ ښار به ښکلی او پاک پاتې شي.
همدارنګه د ښاري پاکوالي برخه کې ښوونې او روزنې ته شدیده اړتیا ده او دې برخې ته باید پاملرنه وشي، په ښوونځیو، ټولنیزو غونډو او رسنیو کې باید د پاکوالي په هکله خبرې وشي، حکومت او ټولنیز بنسټونه باید له رسنیو او عامه اړیکو څخه ګټه واخلي، څو د ښار ساتنې برخه کې عامه پوهاوی زیات شي.
حکومت خپله وسه کوي، څو د ککړتیا مخه ونیسي، باید موږ او تاسې ورسره همکاري وکړو، اوس که حکومت ۵ زره کثافتدانۍ د ښار په مختلفو ځایونو کې ځای پر ځای کړي، نو زموږ او ستاسو همکاري دا ده چې هغه وکاروو، له خرابېدو او د له منځه تللو مخه یې ونیسو او هغه خلک چې په ارزښت یې نه پوهېږي، هغوی ته هم خپل مثبت پیغامونه ورسوو، تر څو ټول د ښار په پاکوالي کې برخه واخلو.
په پای کې د ښاري کثافاتو او خځلو مدیریت نه یوازې زموږ ښارونه ښکلي کوي، بلکې زموږ د ښې روغتیا لامل هم ګرځي؛ ځکه ککړ چاپېریال د ډېرو ناروغیو لکه تنفسي ستونزو، ساري ناروغیو او د حشراتو د زیاتوالي لامل ګرځي. موږ او تاسې باید د ښار چاپېریال ته جدي پاملرنه وکړو، له حکومت او ښاروالۍ سره مرسته او همکاري وکړو؛ ځکه په یوازې ځان هیڅ هم نه کېږي، په پښتو کې یو متل او یو بیت په دې هکله ډېر ځله تکرار شوی دی:
له یوه لاسه ټک نه خېژي؛
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لالونه شي، دا بوټي به لونګ شي
که چېرې موږ او تاسې یو بل ته لاس ورکړو، ښار او چاپېریال پاک وساتو، له عامه ځایونو او تعلیمي مرکزونو څخه ساتنه وکړه، نو راتلونکی به مو روښانه وي او ښارونه به مو له رڼاګانو ډک وي.
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP