د لمفاټیک سېستم د حجرو سرطان دی يا د وينې سرطان چې د لمفوسايټونو د ناکنترول شوې ودې له امله رامنځته کېږي. کله چې انسان په لمفوما اخته وي، نو لمفوسايټونه په غيرنارمل توګه وده کوي يا د عمر په پورهوالي سره نه مري او په دوران کې پاتې کېږي.
د وينې سرطان په درې لویو ګروپونو باندې ويشل کېږي،چې عبارت دي له:
- لمفوما: لمفوسايټونه تر حملې لاندې راولي. غيرنارمل حجرې په لمفنوډونو يا د لمفاټيک سېستم په غړو کې وده کوي
- لوکيميا: د وينې سپينې حجرې تر حملې لاندې راولي، د لمفوسايټونو په شمول. چې دا غيرنارمل حجرې د هډوکي په مخ (bone marrow) يا د وينې په دوران کې وده کوي.
- مايلوما: دلته د وينې د سپينو کروياتو ځانګړې حجرې؛ plasma cells تر حملې لاندې نيول کېږي او دا غيرنارمل حجرې د هډوکي په مخ کې وده کوي
لمفوسايټ
د انسان د معافيتي سېستم برخه ده چې په ټول بدن کې دوران لري او د انتاناتو په وړاندې دفاعي دېوال جوړوي. درې ډوله لمفوسايټ موجود دی:
- T-Lymphocyte
- B-Lymphocyte
- NK-cells
د لمفوما ډولونه
د لمفوما له 60 ډېر ډولونه موجود دي، خو په لويه کې لمفوماګانې په دوو لويو ګروپونو ويشل شوي دي:
- Hodgkin lymphoma: په لويه کې په دوو ډلو ويشل شوي دي:
- Classical
- NLPHL
- Non-Hodgkin lymphoma: په لويه کې په دوو لویو ډلو ويشل شوي دي:
- ټکني وده کوونکې لمفوما چې low grade يې بولي
- چټک وده کوونکې لمفوما چې high grade يې بولي
د لمفوما اسباب او د خطر فکتورونه
عبارت دي له:
- په اکثر حالاتو کې يې سبب نامعلوم دی
- جنيټيکي تغييرات
- سګرټ او تمباکوباب
- عمر او جنس
- کورنۍ تاريخچه: ارثي ناروغي نه ده ولې کورنۍ مثبته تاريخچه خطر لوړوي
- د معافيتي سېستم اختلالات
- انتانات: ساري ناروغي نه ده ولې ځيني وايرسونه په ځينو اشخاصو کې د لمفوما سبب کېدای شي؛ لکه EBV، HTLV-1، HHV-8؛ ځينې بکترياوې لکه Pylori، chlamydia psittaci، campylobacter jejuni، borreia burgdorferi
- د سرطان تاريخچه: اشخاص چې د يو تداوي شوي يا ناتداوي شوي يا کنترول شوي سرطان تاريخچه ولري کولای شي د کېموتراپي يا راډيوتراپي د جانبي عارضې په شکل بل سرطان ته وده ورکړي
- Precursor حالات
- نور حالات: کېمياوي مواد، د ژوندعادت،
د لمفوما اعراض
د لمفوما معمول اعراض عبارت دي له:
- متورم يا پړسېدلی لمفاوي عقده يا لمفنوډ؛ معمولاً په اورمېږ، تخرګ او سپوغزو کې
- ستړتيا
- د وزن ناپېژندلشوی بايلښت
- شپنۍ خولهکېدنه
- خارښت
- تبه
- موضعي او سېستميک اعراض
- متکرر انتانات
په لمفوما کې د B Symptoms پدیده
د لمفوما B-symptoms عبارت دي له:
- د وزن ناپېژندلشوی بایلښت
- شپنۍ خولهکېدنه
- تبه
د لمفوما تشخيص
د لمفوما تشخيصيه workup عبارت دی له:
- د وينې مکمله شمېرنه (CBC): انيميا، ترومبوسايتوپينيا، نېټروپينيا
- Blood film
- Immunophynotyping, IHC, flow cytometry
- سيروم ايميونوګلوبولين
- Serum protein electrophoresis
- LDH, beta-2 microglobulin
- LFT, KFT, Viral markers
- صدري يا بطني اکسرۍ
- CT-scan
- PET-scan
- MRI scan
- USG
- Biopsy
- Bone marrow biopsy
- Lumbar puncture
د لمفوما مرحلې (stages)
څلور مرحلې يا stages لري:
- Stage I: لمفوما د لمفنوډونو په يوازې يو ګروپ کې وي، له حجابحاجز لاندې يا پورته
- Stage II: د لمفنوډونو دوه يا زيات ګروپونه د حجابحاجز يوې خواته؛ يا له حجاب لاندې يا پورته اخته وي
- Stage III: لمفنوډونه د حجابحاجز دواړو خواوو ته (لاندې او پورته) اخته وي
- Stage IV: لمفوما د لمفنوډو سره سره يو غيرلمفاټيک غړی (سږي، ځيګر، د هډوکي مخ) هم اخته کړی وي؛ توری يا طحال او تايمس لمفاټيک غړي دي، د دوي اخته کېدل پرته له نورو غيرلمفاټيک غړيو، په stage IV کې نه محاسبه کېږي
د لمفوما درملنه
عبارت ده له:
- کېموتراپي
- راډيوتراپي
- جراحي
- انتيباډي تراپي
- ټارګېټېډتراپي
- ايميونوتراپي
- بايوسېمېلر
- سټروئيددرملنه
- Stem cell transplantation
- CAR T-cell therapy
د لمفوما درملنې اړخيزې اغېزې يا جانبي عوارض
عبارت دي له:
- انيميا
- ترومبوسايتوپينيا
- نېټروپينيا
- د انتاناتو خطر
- زړهبدوالی او کانګې
- هضمي تشوشات
- ستړتيا
- د ويښتانو توئېدل
- محيطي نيوروپتي
- جلدي ستونزې
- د خولې پولۍکېدل يا د خولې د جوف د مخاط التهاب
- د خوب تشوشات
- مؤخر عوارض
- له وخته مخکې مېنوپاز
- د القاحيت د وړتيا کمښت
- Chemo-brain: د کېموتراپۍ له امله دماغي شناختي تغييرات
له لمفوما سره اوسېدل
که یو شخص لمفوما لري يا يې تېره کړې وي، نو لاندې ټکي دې مراعات کړي:
- کوښښ دې وکړي چې صحتمن پاتې شي او د ژوند له هرې ورځې دې ګټه او خوند واخلي
- له خپل فزيکي او احساساتي رغېدنې سره دې مرستندويه واقع شي
- خپلې تغذيې ته دې جدي پاملرنه وکړي
- سپورت دې وکړي
- د سګرټ او تمباکوبابو پرېښودل
- د ډاکټر له خوا ټولې سپارښتنې دې عملي کاندي او د ډاکټر له خوا ورکړل شوی follow-up دې درست وڅاري
- د ناروغۍ د بېرته راستنېدنې په وخت دې خپل ډاکټر ته مراجعه وکړي
- روحي فشار دې کنترول کړي
Views: 145
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن