ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
د ۲۰۲۴ کال شل‌اوریز نړۍوال جام ته د افغانستان د کرکټ لوبډلې په زړه‌پورې سفر
د ۲۰۲۴ کال شل‌اوریز نړۍوال جام ته د افغانستان د کرکټ لوبډلې په زړه‌پورې سفر

د کرکټ نړۍ ته یوه لنډه کتنه:

لیکنه: وریماچ

د څېړونکو په اند، د کرکټ لوبې پیل له دیارلسمې پېړۍ څخه شوی خو د شته اسنادو له مخې، په انګلستان کې د کرکټ پیل په ۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ کې ثبت شوی دی. د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د کرکټ نړۍوالې سيالۍ پيل شوې او په ١٨٧٧ کال کې د انګلستان او اسټراليا ترمنځ د کرکټ لومړۍ لوبه ترسره شوه. له فوټبال څخه وروسته کرکټ په نړۍ کې دويمه او مشهوره لوبه ده او اسټرالیا یې مخکښه ده، تر اوسه یې ۱۰ نړۍوال جامونه ګټلي دي. هند او ویسټ انډیز په ترتیب سره دویم او درېیم ځای لري. اوس د نړۍ ۱۰۸ هېوادونه د کرکټ د نړۍوالې شورا غړیتوب لري چې له دې جملې څخه ۱۲ دایمي غړي او پاتې ۹۶ هیوادونه یې اړوند غړي دي. د کرکټ نړۍواله شورا د نړۍوالو لوبو رهبري او مدیریت پر غاړه لري او د یو ورځني، شل اوریز او نړۍوال کرکټ ټیسټ لوبي تنظیموي. نن ورځ په نړۍ کې ۲.۵ میلیارد وګړي له کرکټ سره مینه لري او له فوټبال وروسته په نړۍ کې دویمه مشهوره لوبه بلل کیږي.

افغانستان اوکرکټ:

د خپرو شويو اسنادو له مخې، کرکټ په افغانستان کې په نولسمه پېړۍ کې پېژندل شوی او په ١٨٣٩ زېږديز کال کې په افغانستان کې د انګريزانو لخوا د کرکټ لوبې ترسره شوې دي. په ۱۹۹۰ کال کې کرکټ په افغانستان کې مشهور شو او په ۱۹۹۵ کال کې د افغانستان د سپورټ ریاست تر چوکاټ لاندې د کرکټ فدراسیون جوړ شو. په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړی شو. دا مهال افغانستان ۱۲ کریکټ ډګرونه لري چې هر ډګر له ۴ تر ۱۴ زره نندارچیانو ظرفیت لري. د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کرکټ ادارې دفتر فعال دی.

 د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام:

شل اوریزه کرکټ لوبه د کرکټ یو لنډ او چټک ډول دی چې په ۲۰۰۳ کال کې د کرکټ کلبونو ترمنځ معرفي شوه او په ۲۰۰۷ کال کې نړۍوال جام کې د کرکټ د نړۍوالې شورا لخوا په رسمي بڼه پیل شوه. دا سیالۍ هر دوه کاله وروسته د کرکټ د نړۍوالې شورا له خوا ترسره کیږي. افغانستان تر دې دمه له ۱۳۰ څخه زیاتو نړۍوالو شل اوریزو سیالیو کې ګډون کړی او د ډېرو دغو سیالیو ګټونکی دی.

د کرکټ کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په چټکۍ وده کړې او په نړۍوالو سیالیو کې یې د کرکټ پیاوړې لوبډلې ننګولې دي.

۲۰۲۴ او د افغانستان شل اوریز کرکټ سیالۍ:

د افغانستان کرکټ په مدیریت، ستراتیژیکو پلانونو او پالیسیو کې اصلاحات او په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه لازمي روزنې او کارونه ترسره شوي دي. افغانستان د نیوزیلینډ، یوګانډا او نیو پاپي ګینو پر وړاندې په پیاوړې بریا سره اتم پړاو ته لار وموندله. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اتو غوره سیالیو په لړ کې د بنګله دېش او اسټرالیا پر وړاندې د په زړه پورې سیالۍ له ترسره کولو وروسته د نړۍوال جام نیمه پای لوبې ته لاره وموندله چې دا یې د استرالیا پر وړاندې لومړۍ تاریخي بریا او د کرکټ نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته لار موندنه وه. په دې ټورنمنټ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بریا د نړۍ د کرکټ مینه والو لپاره حیرانوونکې او په زړه پورې وه او د کرکټ پوهان په دې باور دي چې په نږدې راتلونکي کې به نړۍ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اتلولۍ شاهدان وي.

د اسټرالیا لوبډلې پر وړاندې د لوبې ارزښت او وقار:

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله د نړۍ یوه له غوره او پیاوړه لوبډلو څخه ده او تر اوسه د لسو نړۍوالو جامونو په ګټلو سره په لومړۍ درجه کې ده. دې سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا او پرمختګ د نړۍ د کرکټ مینه‌والو لپاره حیرانوونکی او په زړه پورې وه. او د کرکټ کارپوهان په دې باور دي چې په نږدې راتلونکي کې به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانستان د کرکټ مینه‌وال د افغانستان د کرکټ د اتلولۍ شاهدان وي. ټاکل شوې وه چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ دوستانه سیالۍ له پلان سره سمې ترسره شي خو په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط، د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو او د بشري حقونو د نورو مسایلو پر وړاندې د اعتراض له امله درې ځلې اسټرالیا له افغانستان سره په دوستانه سیالیو کې له ګډون څخه انکار وکړ. دې کار د افغانستان کرکټ مینه‌وال په غوسه کړل او دا یې د افغانستان د کرکټ خلاف کار وباله. په ځواب کې د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان د اسټرالیا په پریمیر لیګ کې له ګډون څخه انکار وکړ. د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو په نړۍوال جام کې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شوه، افغانستان په دې لوبه کي ډېر قوی وځلید خو لوبه اسټرالیا وګټله. د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام سیالیو کې افغانستان وکولای شول چې په زړه پورې سیالۍ کې اسټرالیا او بنګله دېش ته ماتې ورکړي او نیمه پایلوبې ته لار ومومي. دا بریا د نړۍ د کرکټ پوهانو او مینه والو لپاره حیرانوونکې او په زړه پورې وه. د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان بریا چې له تصور څخه لرې وه، د افغانستان د کرکټ وړتیا او د دې لوبډلې. دا بریا د افغانانو او د کرکټ مینه‌والو لخوا په هیواد کې دننه او بهر ونمانځل شوه.

په افغانستان کې د کرکټ د ودې سفر:

زه له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د سپورټ خبریال په توګه په افغانستان کې د کرکټ په زړه پورې صحنو شاهد وم. يو شمېر ځوانان چې له کډوالۍ څخه وروسته هېواد ته راستانه شوي وو، د کرکټ د ادارې څانګې جوړولو او پيلولو لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې خو د دوی ډېر ملاتړ ونشو، کرکټ ته په شک لیدل کېدل، یوه پردۍ لوبه بلل کېده او…….. ما ډېر وخت دغه ځوانان په چمن حضوري میدان او یا هم د د المپیک د تخنیکي چارو مشر رحمت‌الله خان نورستاني په دفتر کی لیدل چې د کرکټ د لوبې د فعالولو لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې. په لنډه توګه، په افغانستان کې د هغو کسانو د لیونۍ مینې او لیوالتیا له امله کرکټ وده کړې چې د چمن حضوری پر دېوالونو ناست وو  او ټوله ورځ یې پلانونه جوړول او د بریا خوبونه یې لیدل.

د افغانستان د کرکټ ډیپلوماسۍ:

په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته افغانانو په ملي او نړیواله کچه څووم ځل لپاره سیاسي ناکامي تجربه کړه او ځان یې یو ځل بیا د نورو د سیاستونو ښکار او اسیر وموند او هېواد یې یو ځل بیا په اقتصادي، سیاسي او هویتی بند کی ولید.

د اساسي قانون، ملي بیرغ او ملي سرود نشتون او په اقتصادي او سیاسي برخو کې شته ستونزي هغه مسلې دي چې افغانان یې په تیاره او نامعلومه لاره کی ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزه کوي. د جمهوریت په ړنګیدو سره د افغانستان په اړه د نړۍ نظر بدل شو او د نړۍ په ټولو هیوادونو کې ټول افغانان حتی هغه افغانان چې هیڅکله یې افغانستان نه و لیدلی، د هویت او معنویت له ستونزو سره مخ شول. د ۲۰۲۲ کال په شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شتون او د افغانستان د ملي بیرغ او ملي سرود غږېدو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ستړي او ناهیله افغانانو وجودونو ته د نوي ژوند ساه ورکړه. په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې حضور، د ملي بیرغ رپيدل او د ملي سرود په غږېدو سره د افغانانو له سترګو اوښکې توی شوې لکه ورک شوی ماشوم چې بیرته خپل کور ته راستون شوی وي. د افغانستان کرکټ د جمهوریت له ړنګیدو وروسته نوي ملي او نړیوال پړاو ته داخل شو. سپورټ او زموږ ګران لوبغاړي، په ځانګړې توګه افغان کرکټ د نړۍ په کچه د افغانستان د سولې او هویت سفیر ګرځېدلی دی. د افغانستان د کرکټ وروستیو لاسته راوړنو نړۍ ته د افغانستان رښتینې، مدني او کلتوري څېره ور وپېژندله او نن په نړۍ کې د کرکټ شاوخوا دوه نیم میلیارد مینه‌وال افغانستان په ښه نوم پېژني.

د افغانستان د کرکټ ملي او نړۍوالو مینه‌وال:

په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د لوبېدو او ګډون څرنګوالی ځانګړې ځانګړتیاوې لري. د کرکټ کارپوهانو په اند، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له مثبتې انرژۍ څخه ډکه لوبډله ده او په ډېر لږ وخت کې یې سترې لوبډلې ننګولي. د افغانستان د کرکټ بریا او وروستیو لاسته راوړنو کورني او نړۍوال مینه‌وال جذب کړي دي. د ۲۰۲۴ کال په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د زرګونو خلکو په ګډون ونمانځل شوه. د سیمې په کچه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ډېر مینه‌وال په هند، بنګله‌دېش، سریلانکا، پاکستان او د جنوبي اسیا په نورو هېوادونو کې دي. د نړۍ په کچه د افغانستان کرکټ مینه‌وال په ویسټ انډیز، نیوزیلینډ، اسټرالیا، انګلستان او نورو هېوادونو کې لیدل کیژي. د کرکټ مینه‌وال د لوبې په ډګرونو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له په زړه پورې او احساساتي شتون او د سیالیو په ترڅ کې له په زړه پورې نندارې څخه خوند اخلي.

د افغانانو لپاره د کرکټ لوبې ارزښت:

د افغانانو تاریخ له مبارزو سره تړلی دی، افغانان معمولاً له مثبتو مبارزو خوند اخلي او تاریخ هم دا ثابتوي چې افغانان ښه مبارز خلک دي. په نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شتون ځانګړی ارزښت لري، د کرکټ سیالیو ګټل او بایلل د افغانانو لپاره اړینه خبره ده. هغه هېوادونه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله یې کمه ګڼله او بیا د افغانستان لوبډلې ورته ماته ورکړه د افغانستان کرکټ مینه‌والو ته ځانګړی ارزښت درلود.

د ۲۰۲۴ نړۍوال جام په نیمه پایلوبه کې چې د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ ترسره شوه، له بده مرغه افغانستان له سختې ماتې سره مخ شو او د دې سیالیو وروستي پړاو ته یې لار ونه موندله. کارپوهانو او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي د لوبې په ډګر کې د تخنیکي ستونزو له امله نیوکه وکړه او دا میدان یې د نیمه پای لوبې لپاره نامناسبه وباله.

د کارپوهانو په وینا، د میدان د توپ وهنې برخه دومره سخته او چټکه وه چې په دغه ډګر کې د لوبغاړو لپاره دومره مهمه لوبه ترسره کول ګران و. له بلې‌خوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الوتنه شاوخوا څلور ساعته ځنډېدلې وه چې له امله يې د استراحت او د لوبې د ډګر کتلو فرصت نه و او د دې لوبې لپاره لازم چمتووالى نه و نيول شوى.

 د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې کپتان له رسنیو سره په مرکه کې ویلي و، موږ پلان درلود چې له افغانستان څخه لوبه په دوو ویکټو وګټو. په ځواب کې د افغانستان د کرکټ یوه مینه‌وال په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي (تاسو د پریانو پر کور ډبرې وغورځولې او په راتلونکو لوبو کې محتاط اوسئ، ځکه چې موږ به ستاسو ځواب په مناسب وخت او ځای کی درکړو). د افغانانو په دوستانه ناستو کي د کرکټ په اړه تبصریِ، ‌په لمانځه کی دعاوې او په واټونو کي بریا نمانځل کرکټ لوبي سره د ولس بې‌ساري مینه ښیي.

د افغانستان د کرکټ مخالفین:

د افغانستان کرکټ هم خپل مخالفین لري. یو شمېر افغانان کرکټ ملي لوبه نه ګڼي او نیوکه کوي چې دا ملي لوبه نه ده او په ملي لوبډله کې ټول قومونه شتون نه لري. د مسلې د څېړلو له مخې، دا خلک د کرکټ له لوبې سره بلد نه دي او دا د دوی لپاره په زړه پورې نه ده. له بلې خوا په افغانستان کې سیاسي ناامنیو په رواني او ګد ژوند ژوره اغیزه کړې دی. په وروستیو لسیزو کې سیاستوالو له قومي ادرس څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی چې د افغانانو ملي یووالی او همغږي ننګوي. هغه خلک چې د دا ډول تګلارو تر اغېز لاندې دي، د افغانستان هر حرکت ته د توکميز او شک په سترګه ګوري.

د افغانستان کرکټ شته فرصتونه:

اوس د افغانستان کرکټ د ودې او پرمختګ په پړاو کې دی. د افغانستان اکثره خلک له دې لوبې سره بلد دي او ځانګړې مینه لري. د دې لوبې مینه‌وال د افغانستان کرکټ بورډ د کړنو او لاسته راوړنو او د اتلانو بریا ستایي. د کرکټ مینه‌وال د ټورنمنټ په هر سفر کې له لوبغاړو سره یو ځای کیږي او د دوی لاسته راوړنې د جشنونو، مجلسونو، ځانګړو رسنیزو پروګرامونو او  کره کتنو له لارې نمانځي او کرکټ لوبډلې سره په ټولو برخو کې معنوي مرسته کوي. د افغانستان د کرکټ مینه‌وال تل د خپلې لوبډلې لپاره دعاګانې کوي او روحي ملاتړ یې کوي. لوی سوداګریز شرکتونه د کرکټ د پېښو ملاتړ کوي، دا د لوبغاړو او کرکټ ادارې لپاره ښه پانګه اچونه او ښه عاید ګڼل کیږي. د نړۍ په لويو ليګونو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو رنګين شتون او په دغو سياليو کې د دغو لوبغاړو ستر برياليتوب د افغان کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره يو بل فرصت ګڼل کېږي. د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د نورو هېوادونو په لیګونو کې په ښه بیه پېرل کېږي. د افغانستان کرکټ اوس له ملي او نړۍوال ملاتړ څخه برخمن دی او کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په نږدې راتلونکي کې نړۍوال جام وګټي. د ۲۰۲۴ کال له شل اوریز نړۍوال جام څخه وروسته ویل کیږي چې د افغانستان کرکټ لوبډلې په اسیا کې دویم او په نړۍ کې څلورم مقام خپل کړی دی.

د افغانستان کرکټ لوبډلې ننګونې:

له بلې‌خوا، د افغانستان کرکټ علمي، تخنیکي، مالي او مسلکي ننګونو سره مخ دی. افغانستان لا هم د نړۍوالو سیالیو د ترسره کولو لپاره په نړۍوال سټنډرډ لوبغالي نه لري او د افغانستان د کرکټ بورډ د دغه ډول لوبغالو د جوړولو لپاره کافي بودیجه نه لري. د افغانستان د کرکټ په بهیر کې د بدلونونو، پرمختګونو او مثبتو پایلو سربیره لا هم په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده. د ۲۰۲۴ کال د نړۍوال جام د لوبو په اړه د هغه له تحلیل او پرتله کولو څخه معلومه شوه چې لویو لوبډلو ځانګړی چمتووالی نیولی و او د سیالیو ټوله پروسه یې په ډېر دقت او حساب کړې وه او د لوبغاړو لپاره یې ۲۴ ساعته وخت وېشلی و. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ځینو لوبو د بایللو له تحلیل څخه معلومه شوه، چې یو شمېر لوبغاړي د بې خوبۍ، د ټولنیزو شبکو له زیاتې کارونې او د تفریحي پروګرامونو له امله ستړي وو، چې پر کرکټ یې منفي اغیز درلود.

په دې نړیوال جام کې د کرکټ لویو لوبډلو له ځانګړي مدیریتي فورمول څخه کار اخیستی او سیالۍ یې له علمي، تخنیکي، فزیکي، ارتباطي، ذهني او رواني اړخونو څخه مدیریت کړې دي. هان ویل کېدای شي چې په ځینو مواردو کې لوبډلې د مصنوعي هوش په څیر کار کاوه.

وړاندیزونه:

په دې برخه کې به ځینې هغه مسایل چې د افغانستان د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره خورا مهم دي له چارواکو، اتلانو او د افغانستان د کرکټ مینه‌والو سره شریکوم:

د افغانستان کرکټ بورډ اوسنۍ ستراتیژۍ ته دې بیا کتنه او د کرکټ د څلورو پرمختللو هیوادونو سره دې د هغه پرتلیزه مطالعه وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ د ټولو پلانونو، پروګرامونو او کاري تګلارو بیا کتنه او له شته شرایطو سره سم دې لازم تعدیلات رامینځته شي.

د کرکټ لوبغاړو، په ځانګړې توګه د ملي لوبډلې لپاره د علمي او تخنیکي روزنیزو پروګرامونو تنظیمول.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو د توپ‌وهنې وړتیا لوړول.

د کرکټ د لوبغاړو، په ځانګړې توګه د ملي لوبډلې د غړو د پښتو، دري او انګلیسي ژبو د ادبي ظرفیت لوړول.

د لوبې له ډګر څخه د لوبغاړو لخوا په دوو ملي ژبو پښتو او دري د افغانستان خلکو ته د پیغامونو استول.

د کرکټ د ملي لوبډلې غړو ته د روزنې ترڅنګ د کرکټ تاریخ او ادبیاتو د زده کړو زمینه برابرول.

د میچونو په جریان کې د احساساتو کنټرول او د میچ جریان اداره کولو لپاره ذهني او احساساتي تمرکز کول.

د سیالیو د ګټلو یا بایللو په صورت کې د ملي ټیم د لوبغاړو د ژړا یا غیر معمولي حرکتونو مخنیوی.

د سیالیو په جریان کې د مخالفه لوبډلو سره مسلکي چلند او متقابل احترام.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ځوانانو لپاره د کرکټ سیالۍ په لار اچول.

د کرکټ له نړۍوالې شورا او د اسیا کرکټ له شورا سره د افغانستان د کرکټ  بورډ اړیکې پیاوړې کول او  تخنیکي او مسلکي بحثونو او د کرکټ په نورو نړۍوالو پروګرامونو کې  فعال ګډون.

د اړیکو پراختیا او د پرمختللو هیوادونو د کرکټ ادارو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیکول.

د کرکټ نړیوالې شورا د پرمختیایي پروګرامونو دوامداره تحلیل او ارزونه.

د نړیوالو کرکټ سیالیو د تیاره اړخونو څارنه، تحلیل او ارزونه؛

د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا په بېلابېلو کچو د ملي لوبډلې  دقیقه څارنه او ارزونه؛

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د ملي ټیم لوبغاړو د مسلکي کاري ساعتونو ویش او پروګرامونو ترتیبول؛

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د ستاینې، هڅونې، تفریحي او تشویقی پروګرامونو ترتیبول.

یادونه: پورتنۍ لیکنه د لیکوال موندنې، تحلیل او نظر ده.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 58

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.