لیکوال: خان محمد تکل، د افغانستان د اوبو چارو تنظیم ادارې پخوانی رییس
د نظامونو تغیر او تبدیل حتمي وي. د واک ګدۍ او د هېواد چارې کله د یو چا سره او کله د بل چا سره، خو یو څه چې ډیر مهم دي هغه دا دي چې هر څوک واک ته ورسیږي باید ملي ګټو ته په پام خپلې چارې مخته یوسي او په هېڅ حالت کې ور سره سطحي چلند ونه کړي ځکه هېڅ شی له تاریخ پټ نه پاتېږي چې د وخت په تېرېدو سره به پرې ولسونو قضاوت کوي. په هر حال دلته زما موخه د افغانستان د اوبو مدیریت اړونده ده، غواړم په ځینو مسائلو یې دلته رڼا واچوم.
زما د تجربې له مخې دا ویلی شم چې په افغانستان کې د اوبو مدیریت موضوع یوه خورا پېچلې او څو اړخیزه موضوع ده، که هر چاته په دغه برخه کې مسؤلیت وسپارل شي نو اړین دي چې په خورا دقت باید ګام پورته کړي. د افغانستان هر حکومت باید دوو موضوعاتو ته دقیق واوسي او ور سره سطحي چلند ونه کړي؛ ځکه تر څو چې دا جغرافیه وی دا دوه مسائل به تل پاتې وي.
۱- د ډیورنډ موضوع
۲- د اوبو موضوع
هر حکومت چې پر ډیورنډ او اوبو معامله وکړي نوم به یې په تاریخ کې بدرنګ وي، د دواړو مسئلو سره باید ډیر هوښیارانه او ځیرکانه برخورد وشي.
راځم اصلې موضوع ته؛
زما د ماموریت پر وخت کې موږ د اوبو پر سر د هر ګاونډي هېواد په ټوله کې له ایران حکومت سره د هلمند د تړون په هکله ناستې تر سره کړې. خو په ټولو ناستوکې مو یواځې د افغانستان د یو عظیم ملت نماینده ګې کوله، که څه هم فشارونه موجود وو، ولې موږ د هر ډول فشار پر وړاندې مو مبارزه کوله او څنګه چې مناسبه وه او زموږ حق و خبره کوله او مذاکرات مو مخته وړل.
په دغه دوران کې پر موږ مختلف تورونه ولګېدل او په بیلابېلو نومونو یاد شولو خو تر وروستۍ لحظې پورې مو له ملي ګټو دفاع وکړه او چاته مو اجازه ورنه کړه چې مخه مو ډب کړي او د خپلو اوبو چې زموږ ابرو ده ساتنه وکړه.
موږ ته د اوبو د مدیریت د ماموریت په دوران کې د سفارتونو له مېلمستیاو څخه نیولې تر هر امتیاز پورې وړاندیزونه کېدل، ولې موږ د افغان بچیانو په صفت او د یو عظیم ملت په استازولۍ په ټوله دوره کې په هغه څه تمرکز وکړ په څه کې چې د ولس ښېرازي او د افغانستان سرلوړۍ پکې نغښتې وه. ځکه زموږ دنده وطن ته خدمت و نه په شخصی مېلمستیاو ګرځېدل.
په ملي مسائیلو کې ملګرتیا پالل، مېلمستیا او بانډارنو ته ورتګ او ډالۍ ورکول یا اخیستل یا نور سازشونه ځای نه لري. که د افغانستان په استازولۍ هر څوک او په هره کچه وي باید د اوبو په برخه کې له ګاونډیانو سره محتاطانه چلند وکړي. د اوبو موضوع د معاملې نه ده او نه معامله کېدای شي. دا د ولس حق دی او ولسونو به ترې دفاع کوي. هر افغان ته پکار ده چې په خپل ماموریت کې ملي ګټې ورته سرې کرښې واوسي …
راځم د هلمند د معاهدې ته؛
داچې د هلمند معاهدې د تطبیق لپاره څو کسیزه د کمیساری ټیم تللی دي، ځینو برخو ته یې باید متوجه کړم.
۱- دا چې طالبانو ایران ته د کمال خان بند اوبه د تیر شان په ډیر پيمانه خوشې کړي په داسې حال کې چې د هلمند سیند ټولی اوبه هم ایران ته د تیر په شکل خوشی کړي ایران به لا هم قانع نه شی او د پخوا په څېر به تل ادعا کوي چې موږ ته زموږ حقابه نه ده راکړل شوې. ایران سره د دی چې په پریمانه اندازه اوبه اخستی دی او همیشه به یې اخیستلی بیا هم نه قانع کیدل او نه به هم قانع شی. د نه قناعت دلیل یې دا دی چې دا اوبه بغیرله د مقدار د اندازه کولو څخه خوشې شوي وي او هغه درې نقطې چې اوبه پر اندازه کیږي او هلمند معاهده کې کې ذکر شویدي او ایران د دي دریو نقطو د جوړښت څخه ټل ډډه او انکار کوي، په تېر کې هم داسې کیدل چې ایران ته به په ملیاردونه متره مکعبه زیاتې اوبه ورتلې خو بیا به هم دوی ورغلې اوبه کافي نه بللې او په هکله یې قناعت نه کوه.
زه ډاډه یم چې اوس به هم افغان لوری تر سخت فشار لاندې وي په داسی حال کې چې پریمانه اوبه یې هم تیر کال کې دځینو سیایي فشارونو له امله له کمال خان بنده خوشې کړې وې ، ځکه ایران د کلونو کلونو راهیسې دا اوبه اخیستې دي خو هېڅکله یې د هلمند معاهده د تطبیق لپاره خپل نیک نیت نه دی ښودلی.
څومره ژر چې کیږي باید د هلمند معاهدې د کمیسارانو د ۱۹، ۲۰، ۲۱ او ۲۲ جلسو جدولونه چې د دواړو خواوو مسؤلیتونه پکې واضح شوي وکتل شي او ژر تر ژره په هغو دریو نقطو کار پيل شي په کومو نقطو کې چې د اوبو تسلیمي کیږي. د دغه دریو نقطو ډیره برخه کار شوی هیله ده چې مسؤلین یې پاتې چارې عملا پيل کړي.
د دریو نقطو مشخص کول اړین دي او هماغه ته په کتو باید ایران ته اوبه ورکول شي که داسې ونه شي که د هلمند سیند ټولې اوبه ورکړئ بیا به هم ایران قانع نه کړي او نه به خپل حق تر لاسه کړئ.
۲- هغه په سلګونو واترپمپونه چې د ایران اړخ د هلمند سیند په کیڼ اړخ کې پراته دي او په سلګونو میلیون مترمکعبه اوبه بغیرله کومې اندازه ګزاری سه پورته کوي، ژر تر ژره ټول کړي
بغیر د دریو نقطو مشخص کولو او د واترپمپونو د جمعه کولو سه چې د هلمند معاهدې د تطبیق لپاره پاتې دی په اړه یې مقابل لوري سره هر ډول نورې ناستې د هلمند معاهدې د روح اوروان سره ستره جفا ده. د دې دریو نقطو دتعین او واټرپمپونو د جمع کولو پرته چې دا هم باید تخنیکې انجنیران د دواړو اړخونو تر سره کړي. بغیر له دي بله هر ډول ناسته او مجلس په لوړه سطحه سیاسي دئ او د خپلو شخصي ګټو په خاطر دي چې د هېواد او ولس په خیر نه دي.
هیله ده د اوبو مدیریت موضوع له شخصي ګټو او انډیوالۍ څخه په لوړه کچه(ملي) سطحه مطرح شي او د خپل حق څخه په زغرده دفاع وشي
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP