عبدالله عزام
کله چې د اوکراین پر سر د روسیې او غرب ګرمې خبرې روانې وې، په نړیواله کچه د سیاسیونو تحلیل دا و، چې غربي هېوادونه ښایي په پوځي او مالي برخه کې د اوکراین کلک ملاتړ وکړي. خو کله چې جګړه پیل شوه، غرب د نړۍ او په ځانګړې توګه د اوکراین د تمې خلاف یوازې پر لفظي نیوکو بسنه وکړه او دغه هېواد یې د روسیې یرغل ته یوازې پرېښود.
غرب د اوکراین د ملاتړ په موخه یوازې دوه انتخابه درلودل: لومړی، که روسیه پر اوکراین برید وکړي، نو غربي هېوادونه باید په جګړه کې د مسکو خلاف له اوکراین سره ودرېږي. دویم، که د برید پرمهال غرب په خپله په جګړه کې عملاً برخه وانه خلي، خو اوکراین ته باید د جګړې د پر مخ بېولو لپاره سپکې او درنې وسلې ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن