د پژواک انځورونه
د بامیان چهلبرجه تاریخي کلا په انځورونو کې
انځورګر: جاوید رازمند / پژواک
بامیان
۷ انځورونه
۳ عامه مخکتنې
۴ ځانګړي انځورونه ټولګه #749635
د بامیان د یکاولنګ دویمې ولسوالۍ چهلبرجه کلا د دغه ولایت له لرغونو تاریخي ابداتو څخه ده. دغه کلا د یکاولنګ ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۷۵ کیلومتره شمال لوېدیځ ته موقعیت لري.
کلا او برجونه یې د یوې ۱۲۰ متره لوړې غونډۍ په شاوخوا کې، په درېیو پرلهپسې کړیو کې د معمارۍ په پېچلي سبک جوړ شوي دي. د کلا د خټینو دېوالونو، برجونو او نورو پاتې شونو جوړښت د سیمې د لرغونې معمارۍ بېلګې څرګندوي.
پژواک په دې انځوریزه ټولګه کې د دغې تاریخي کلا اووه انځورونه وړاندې کوي. په دغو انځورونو کې د کلا بېلابېل برجونه، خټین دېوالونه، لرغونې خونې، د ودانیو پاتې شوني او شاوخوا غرنی چاپېریال لیدل کېږي.
د دې ټولګې یو انځور د ټولو لپاره د لیدو وړ دی، خو بشپړې ټولګې ته یوازې د پژواک ګډونوال لاسرسی لري.
انځور کتل
انځور ۱د بامیان د چهلبرجه تاریخي کلا د خټینو برجونو او دېوالونو یوه منظره چې د غره پر لمنه جوړ شوي دي.انځور: جاوید رازمند / پژواک
انځور کتل
انځور ۲د چهلبرجه تاریخي کلا د لرغونو خونو او طاقونو پاتې شوني چې د وخت په تېرېدو یې ځینې برخې نړېدلې دي.انځور: جاوید رازمند / پژواک
انځور کتل
انځور ۳۵.
د چهلبرجه تاریخي کلا د یوه لرغوني طاق دنننۍ منظره چې له هغې د باندې غرونه ښکاري.انځور: جاوید رازمند / پژواک