ملي دفاع وزارت تېر کال د نورو فعالیتونو ترڅنګ په سرحدي سیمو کې د امنیتي ګواښونو مخنیوي په موخه ۶۷ کنډکونه چې ۳۷ کمپونه، ۱۰۸ بېزونه او ۱۰۶۷ پوستې په کې شاملېږي، ځای پر ځای کړي دي.
تاشکند کې د امریکا سفیر ویلي، له افغانستانه ازبکستان ته لېږدول شوې الوتکې او چورلکې به په هغه هېواد کې پاتې کېږي او په دې اړه له ازبکستان سره رسمي تړون شوی.
د خوړو نړۍوال پرګروام وايي، په افغانستان کې تر یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان د دغه پروګرام د بودجې کموالي له امله له مرستو بېبرخې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپایي ټولنې افغانستان کې د خوارځواکه افغان ماشومانو درملنې او د زدهکړو لپاره ۱۳ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د نجونو او ښځو د زدهکړو په اړه د علماوو څېړنې دوام لري، که څېړنو کې ثابته شوه چې جایزې دي، جواز به پيدا کړي او که نه همداسې به معطل پاتې شي.
تېره اونۍ، متحده عربي اماراتو او قزاقستان، افغان سفیران ومنل، افغانستان ته د ریچارډ بنیټ پر راتګ بندیز ولګول شو، م.م وویل، د ا.ا بندیزونو ښځې اغېزمنې کړې خو افغان چارواکو وویل چې د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي.
کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اسراييل د امریکا له خوا د اوربند
تېره اونۍ، د ازبکستان، اذربایجان او ایران پلاوي کابل ته راغلل، ا.ا ټینګار وکړ چې د پاکستان د الوتکو له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض څېړي، یونسکو وویل چې ۲.۵ میلیونه افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې دي او امریکا او بریتانیا له افغانستان سره ۳۳۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې غزه کې د اوربند په اړه د خبرو د دوام خبر ورکړی چې د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییلي الوتکو پر غزه ۳۰ ځله بمبار کړی دی
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی عبدالکریم بدخشي خپل له تاجکستاني سيال آیتالله مومینوف سره سیالي کوي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د کاني ډبرو لومړۍ محموله چې ۱۲ لارۍ ډبرې دي، د چابهار بندر له لارې چین ته صادره شوه.
راپورونه وایي چې په اروپایي هېواد سویډن کې د اېم پاکس په نوم ناروغۍ د خطرناکې بڼې لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP