حماس غورځنګ اعلان کړی چې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د هغه د اوسېدو پر ځای «د صهیونیستی دښمن په جنایتکارنه» برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلوڅانو د یووالي شورا وايي، د بلوچستان په ګواډر سیمه کې د بلوڅو پر «سولهییز لاریون» د پاکستان پوځ په ډزو کې «ګڼ شمېر کسان» ټپيان شوي، خو ځایي حکومت ویلي چې د دې شورا کسانو په ډزو کې یو امنیتي کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، هغه مکتوب جعلي دی چې ځینو رسنیو خپور کړی او له مخې یې ادعا کړې چې د چین په همکارۍ په بګرام کې د بېپیلوټه الوتکو ضد سیستم فعالېږي.
د میدانوردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د یو ۵۸۰ ډوله موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۹ کسان ټپیان شوي.
تېره اونۍ اسټرالیا وویل چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوي، د بشري حقونو د څار سازمان افغانستان کې پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه او د کار ملي کنفرانس کې ۱.۴ میلیون کسانو ته د کارموندنې ژمنه وشوه.
د ازموینو ملي ادارې مشر وایي، اوسمهال د دې اړتیا ليدل کېږي چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته پاملرنه زیاته شي څو د هېواد بېلابېلو برخو کې پرمختګونه رامنځته شي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې یوه پلاوي یې د بدخشان په درېیو ولسوالیو کې د ډيورنډ فرضي کرښې او رسمي سرحدونو ارزونه کړې ده.
د میدانوردګو د مرکزي بهسودو ولسوالۍ اړوند د «ګردن بريده» سیمه کې د ترافيکي پېښې له امله يوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د یوې مېرمنې او یو ماشوم په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.
تېره اونۍ، ا.ا د وسلو د پلور په اړه د ټرمپ خبرې رد کړې، ځینو هېوادونو افغانستان کې د سفارتونو پرانیستې ته لېوالتیا وښوده او اسلاماباد له کابله د بنو برید په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه، خو کابل وایي، دا برید له افغانستان سره تړاو نه لري.
کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین په اسلاماباد کې د افغانستان د سفیر احضارېدو
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په ملي کانګرېس کې ادعا کړې چې افغانستان اوس د وسلو پر ستر پلورونکي هېواد بدل شوی، خو اسلامي امارت دا څرګندونې ردوي او وايي، ټول هغه تجهیزات چې په افغانستان کې وو او دي، زېرمه او ساتل شوي.
د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د انټرنېټ پراخه پرچاوي د دې لامل شوې چې د ګڼ شمېر بانکونو، هوايي شرکتونو او خپرنیزو ادارو ورځنۍ چارې په ټپه ودرېږي او له ځنډ سره یې مخ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP