ملي دفاع وزارت وايي، افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان هوايي بريدونو په ځواب کې د فرضي کرښې په اوږدو کې د دغه هېواد پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله ويشتلي.
د ملي دفاع وزارت وايي، د کابل ښار شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې دوه کلاشيکوفونه، ١٨ لاسې بمونه او د ایکم یوه مخابره او ځیني مهمات نيول شوي دي.
تېره اونۍ، ځینو سرچینو افغانستان کې پر بشري او امنيتي وضعیت اندېښنې څرګندې کړې، خو ا.ا مغرضانه او له پروپاګنده ډکې وبللې، له افغانستان سره ۱،۱ میلیون ډالره مرسته اعلان شوه، کابل او ترکمنستان کې د افغاني محصولاتو ګډ سوداګريز ننداتونونه جوړ شول.
يوناما د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګولي محدودیتونه دې نور پای ته ورسوي خو اسلامي امارت وايي چې د ښځو ټول شرعي حقوق یې خوندي کړي دي.
د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له المانه غوښتي چې افغان کډوال په جبري ډول را ونه باسي خو که څوک په خپله خوښه افغانستان ته راځي، هرکلی او ملاتړ یې کوي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د نيمروز په ابریشم بندر کې یو کس چې غوښتل يې څه باندې ۸۰۰ زره امريکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي، نیول شوی دی.
افغان سوداګرو د هند له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې له هندي لوري د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، غزه کې لس ماشومان له لوږې مړه شوي او هلته له دوو روغتونونو د دغه سازمان د لیدنو پایلې «وېروونکې او بدې» دي.
د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویه لار چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د واورې ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړلې وه، نن د مسافروړونکو موټر پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
راپورونه ښيي چې پاکستاني پوليسو د بلوچستان په کوېټې ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي پر کور چاپه وهلې او د هغه يو ساتونکی یې له ځان سره بيولی دی.
د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار د نهمې حوزې پولیسو پنځه کسان د موبایلونو د غلا په تور له دېرشو موبایلونو (ګرځنده ټېلفونونو) سره نيولي دي.
د افغانستان د اتلتیک ملي فدراسیون وایي چې تېره ورځ د افغانستان د اتلتیک ملي لوبډلې روزونکی احمد فېروز سخيزاده د مغزي سکتې له امله په ایران کې ومړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP