کابینې په خپله وروستۍ ناسته کې په ننګرهار کې د سوداګرو او د هېواد لرو پرتو سیمو کې د امنیتي ځواکونو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د اړینو اقداماتو سپارښتنه کړې ده.
اسلامي امارت وایي، د حماس غورځنګ مشرانو د اسرئیلو پر وړاندې د خپل نه ستړيکېدونکي مقاومت یو داسې میراث پرېښود چې د نسلونو لپاره به د عزت، زړورتیا، مقاومت او د فلسطین د خپلواکۍ مبارزې ته د نه ماتېدونکې ژمنتیا یو مثال وي.
سیګار په یوه تازه راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې ځینې بهرنۍ ډلې فعالیت لري خو ا.ا دغه څرګندونې ردوي او وایي چې په افغانستان کې هيڅ بهرنۍ ډله شتون نه لري.
د کاناډا لومړي وزیر ویلي چې د امریکا له لوري د سوداګریزو تعرفو وضع کېدو په صورت کې به دغه هېواد بېړنی او قاطعانه غبرګون وښيي.
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سر له ننه (شنبې) د مکسیکو او کاناډا پر واردېدونکو توکو ۲۵ سلنه او پر چینایي توکو لس سلنه تعرفې ولګوي.
اسلامي امارت وایي چې د هېواد بودجه داخلي بنسټ لري، د بهرنیو مرستو په کېدو یا نه کېدو پورې تړاو نه لري او د روانې سلواغې میاشتې په جریان کې به د ټولو امارتي کارکوونکو معاشونه اجرا شي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې، ټول هغه غیرامریکایي وګړي او محصلین چې د فلسطین په ملاتړ لاریونونو کې یې برخه اخیستې ده، له دغه هېواده ایستل کېږي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو کې یوه مسافروړونکې الوتکه له یوې چورلکې سره جنګېدلې او د پوټامیک سیند ته لوېدلې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له درېیو نړۍوالو موسسو سره یې د نږدې څلور میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس د ټاپ پروژې په اړه ګډه ناسته کې د دې پروژې د پیل لومړنیو چارو بشپړېدو ډاډ ورکړی او د افغانستان او ترکنستان ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د ټولو دولتي تحصیلي بنسټونو، د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځیو لابراتوارونو ته یې د ۲۷۰ میلیون افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل پېرلي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د ټاپ پروژې تخنیکي کمېټې د همغږۍ، د چارو د انسجام او نورو اقداماتو ترسره کولو په موخه ناسته وکړه.