د افغانستان بانک وايي چې له یو میلیارد او ۷۳ میلیونه ډېرې زړې افغانۍ یې سوځولې دي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له نوماندانۍ تېر شو او ویې ویل چې له خپلې اوسنۍ مرستیالې کاملا هریس څخه د خپل ګوند د نوماندې په توګه ملاتړ کوي.
سیګار وایي، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اړوند درې بسپنهلګوونکو ادارو د یاد وزارت پر لارښود بشپړ عمل کړی، خو دوه نورې په دې چاره کې پاتې راغلې دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې معینیت یو پلاوی په یوه علمي سیمینار کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.
د ریاستالوزراء د دفتر رییس د افغانستان لپاره د سره صلیب کمېټې له مشرې سره په لیدنه کې ویلي، خیریه چارې دې نه سیاسي کېږي او ټول مرستندوی بنسټونه دې هغو خدماتو ته لومړیتوب ورکړي چې ورته اړتیا وي.
د ننګرهار په صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ وبلل شوې او په کابل کې اقتصادي کمېسیون د یوه شرکت له خوا د سل میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه خبرې وکړې.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، نږدې ۳۵۵ زره کسانو د یوه لیک په لاسلیکولو سره د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي، خو ا.ا په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د ټولو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
د مالیې وزارت وایي، په دولتي ادارو کې به ټولې ښځینه کارکوونکې د پخوا په څېر خپل معاشونه ترلاسه کوي او یوازې هغو ښځینه کارکوونکو ته به پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي چې په کور ناستې دي.
په بجینګ کې د افغانستان سفارت وایي، د اقتصاد وزارت د سرپرست په مشرۍ د ا.ا یو پلاوی د ټرانس همالیا نړۍوال فورم څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه چې ته ورغلی دی.
ځینو کسانو د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې محمد محقق د برهانالدین رباني له لور سره په غېږ ستړې مه شي کړي، خو د پژواک موندنې ښیي چې له محقق سره ستړي مه شي کوونکی نارینه دی.
یو شمېر کسان وایي، پر بدن د ټپ رغېدو لپاره پر ټپ یا زخم خاوره اچوي، خو ډاکټران وایي، دغه کار نه یوازې چې ټپ نه جوړوي، بلکې میکروبي کوي یې او ان د انسان د مرګ لامل هم کېدای شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوحې درېیمه غونډه نن ماښام پیلېږي، سبا دوه بجې پای ته رسېږي او له هغه وروسته که ځیني استازي له چا سره ناستې کوي، له یادې غونډې سره تړاو نه لري.