Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ستره محکمه وایي، د کابل ولایت د میربچهکوټ ولسوالۍ او د نشهيي توکو او مسکراتو د مخنيوي لومړنۍ محکمو له خوا ۱۳ مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کابل ښاروالي وایي، د ښار د پاکوالي او ښاري ښکلا په موخه د ښار په کچه په پلیو لارو او د عمومي سړکونو په اوږدو کې د ۳۴ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د ځانګړو کثافتدانیو نصبولو لړۍ پیل شوه.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې هېواد به یې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
د کابل په استالف ولسوالۍ کې د اته میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د ممیزو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه چې په کلني ډول د لس زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشرتابه د هرات ولایت له علماوو سره په لیدنه کې ویلي، د قوانینو،احکامو او فرامینو په تطبیق سره
د راپورونو له مخې، اکوادور کې د وسلهوال برید له امله د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د کانګو په ختیځ کې کاتولیکانو پر یوه کلیسا برید کې لږ تر لږه ۴۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار یو شمېر ترهګرو د دغه هېواد د بلوچستان او سیستان ولایت د عدلیې ریاست پر ودانۍ برید کړی چې په پایله کې یې د درېیو بریدکوونکو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
نړۍوالو مرستندویو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د اسرائیل د بندیزونو له امله د غزې خلک سختې لوږې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي او له حکومتونو یې غوښتي چې په دې اړه بېړنی اقدام وکړي.
د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختې وچکالۍ له امله کروندګر له رواني فشار او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ ځیني یې د خپلو سیمو پرېښودو ته هم اړ شوي او له حکومت او نړۍوالو د مرستو غوښتنه کوي.
تاجکستان د قاچاق او جعلي اسنادو په اړه د اندېښنې له امله د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو ایستلو لړۍ پيل کړې او د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم له دغه بهیره د څارنې لپاره شېرخان بندر ته ځیني ټیمونه لېږلي دي.
د راپورونو له مخې، د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې د هوايي ځواکونو یوې تعلیمي الوتکې لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه او څه باندې سل نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP