کاناډا ۳۳۵ نور افغان کډوال هم په يوه ځانګړې الوتنه کې له پاکستان څخه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د لړم ۱۳مه) شاوخوا ۱۳ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د ترکیې د یوه خیریه بنسټ مشر د شهیدانو او معلولینو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په
شنونکي د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي دهلېز بیا پرانیستل ښه او مهم ګام بولي او وایي، حکومت باید د ځان بسیاینې لپاره صادراتي سکټور پیاوړی کړي، له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او د نویو اقتصادي اړیکو لپاره هلې ځلې وکړي.
له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په لړ کې، نن ۴۰ میلیون نور امریکايي ډالر کابل ته را ورسېدل.
د هند د لوېدیځ ګجرات ایالت په موربي ښار کې پر ماچهو سیند د یوه پله نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۳۲ کسان مړه شوي دي.
د موظفې کمېټې د پرېکړې له مخې، د کابل ښار په څلورو سیمو کې، د ډبرو سکاره ۴۰۰ زره ټنه ځای پر ځای کېږي، چې خلکو ته به یو ټن په ۹۰۰۰ افغانۍ ورکړل شي.
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د هوکړې او تفاهم په لټه کې ده او غواړي چې د دوحې د مخکېنیو مذاکراتو په څېر، نوي دوهاړخیز مذاکرات او یوه نوې معاهده ولري.
د افغانستان پوهنې وزارت وایي، د ترکیې د یوه خیریه بنسټ پر ۱۲۵ زره امریکایي ډالره مرسته په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړېږي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخوانۍ ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد پر روان وضعیت او د ژمي په راتګ له افغانانو سره د نړۍوالو بشري مرستو پر زیاتوالي او دوام خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت مشر د بغلان او تخار له خلکو سره په لیدنه کې ویلي، کفار هڅه کوي د ژبني، قومي او منطقوي تعصب له لارې په افغان ولس کې نفرتونه وزېږوي، خو د علماوو او مشرانو مسئوولیت دی چې افغانان یو موټی او متحد وساتي.
په افغانستان کې د چین سفیر ویلي، ډېر ژر به په افغانستان کې د چین د پیل شوو پروژو عملي چارې پیل کړي او د نړۍوال او اسیا پراختیایي بانکونو له لوري تمویلېدونکې نیمګړې پروژې به هم بشپړې کړي.