د افغانستان رئیسالوزرا د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه د نورو هېوادونو امنیت وګواښي، داعش د پخوا په پرتله له منځه تللی او په دې برخه کې د اسلامي امارت هڅې دوام لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د کندهار په سپین بولدک کې د نامعلوم کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو د ډزو پېښې د څېړلو او عاملینو پیدا کولو لپاره یوه لوړپوړي پلاوي پلټنې پیل کړې دي.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۴۰۰ لوډسپېکرونه نصب کړي چې پر یو وخت به اذان ترې خپرېږي.
اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د کاناډا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو چارو ادارې ویلي، له تاجکستان څخه یې سلګونه نور افغانان یې دغه
کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د هېواد په اوو ولایتونو کې ۲۴ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سېمه کې د یو سوداګر پر موټر چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
د ورزش او بدني روزنې ریاست وایي، د فوټبال تر ۱۴ کلنو کم عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ولاړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روانې لړم میاشتې تر پایه به له روسیې څخه افغانستان ته د شوي تړون له مخې د تېلو، اوبلن ګاز او غنمو رالېږد پیل شي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د بدخشان د پامیر سړک رغولو او دغه راز د لومړي ځل لپاره پامیر کې د یوې مخابراتي شبکې فعالولو وړاندیزونه منل شوي او د ورېښمو لارې پاتې کارونه به هم پیل شي.
د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت وایي، هلې ځلې روانې دي چې له ایران سره د ډبرو سکرو صادراتو هوکړه لاسلیک شي او په دې اړه پرمختګونه هم شوي دي.
ډاکټرعبدالله وایي، «شرورو او غیرمسوولو کسانو» د څووم ځل لپاره د احمدشاه مسعود د مقبرې د لوحې تیږه ویجاړه کړې، خو ذبیحالله مجاهد وایي، په تېر کې چې چا دا ډول کړنې ترسره کړې دي، هغوی مجازات شوي او دغه موضوع به هم وڅېړل شي.
د استخباراتو لوی ریاست وایي، د انسانتښتوونکو یوه درې کسیزه ډله او دوه جعلکاران یې نیولي او یو کس یې د انسانتښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.