Language

د افغانستان د فوټبال ۱۴ کلنو ملي لوبډله تاجکستان ته ولاړه

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د ورزش او بدني روزنې ریاست وایي، د فوټبال تر ۱۴ کلنو کم عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ولاړه.

د ورزش او بدني روزنې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، د فوټبال تر ۱۴ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سياليو «CAFA» کې د ګډون په موخه  د افغانستان فوټبال فدراسیون له رهبري سره تر ليدنې وروسته، د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته سفر وکړ.

سرچينې لیکلي، د مرکزي اسیا سيالۍ د نومبر له ١١مې څخه تر ١٨مې پورې د دوشنبې په مرکزي سټډيوم کې ترسره کېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، افغانستان په دې سياليو کې د نومبر په ١١مه د ايران، ١٤مه د ترکمنستان ١٦مه ازبکستان او په ١٨مه نېټه د تاجکستان لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

په دغو سياليو کې د افغانستان تر ١٤ کلنو کم عمره لوبډلې له ٢٠ ورزشکارانو سره، ظاهر حسيني سر روزونکی، مقدر قاضي‌زاده مرستیال روزونکی، توفيق الهي فلاح د ګول‌ساتنې روزونکی او د لوبډلې سرپرست همايون همدرد شامل دي.