کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د هېواد په اوو ولایتونو کې ۲۴ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، ۲۴ تنه د غلا، اخلاقي فساد او تېراېستنو په تړاو په غور، فراه، خوست، پکتیا، هرات، بلخ او کابل ولایتونو کې نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي، په یادو کسانو کې د غلا په تور یو کس په غور، دوه کسان په پکتیا، دوه کسان په هرات، څلور تنه په بلخ، درې کسان په کابل، دوه تنه په هلمند او یو کس په فراه ولایتونو کې نیول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، همداراز څلور کسان په پکتیا کې د اخلاقي فساد او پنځه نور په خوست ولایت کې د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.
Visits: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن