ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: حکومت باید د ځان بسیاینې لپاره صادراتي سکټور پیاوړی کړي

شنونکي: حکومت باید د ځان بسیاینې لپاره صادراتي سکټور پیاوړی کړي

author avatar
1 Nov 2022 - 15:42
شنونکي: حکومت باید د ځان بسیاینې لپاره صادراتي سکټور پیاوړی کړي
author avatar
1 Nov 2022 - 15:42

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): شنونکي د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي دهلېز بیا پرانیستل ښه او مهم ګام بولي او وایي، حکومت باید د ځان بسیاینې لپاره صادراتي سکټور پیاوړی کړي، له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او د نویو اقتصادي اړیکو لپاره هلې ځلې وکړي.

دوی همداراز وایي، که چېرې حکومت د هېواد دننه تولیدات او صادارت ډېر کړي، هم به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به ورسره د افغانستان اقتصاد ثبات پیدا کړي.

تېره ورځ د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت وویل چې له هند سره یې د سوداګرۍ د ودې لپاره هغه هوايي دهلېز بیا پرانیستی چې په ۱۳۹۸ کال کې جوړ شوی و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د تېرې تلې میاشتې په ۱۸مه ۲۰ ټنه جلغوزي چین ته، تېره ورځ (د لړم نهمه) د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲ ټنه د جلغوزي مغز له هرات څخه المان ته ولېږدول شول او نن هم چین ته شاوخوا ۷۵ ټنه جلغوزي صادر شول.

د افغانستان د جلغوزیو کلنی ارزښت شاوخوا دوه میلیارد ډالر اټکل شوی دی.

سرپرست حکومت دې تولیدات زیات او صادراتي سکتور پیاوړی کړي

د اقتصادي چارو پوه قیس‌محمد محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډېره مهمه ده چې افغانستان له خپلو اقتصادي شریکانو سره – چې هند په کې تر ټولو مهم رول لوبوي – ښې اړیکې ولري.

د ده په وینا، په تېر یوه کال کې د افغانستان او هند اقتصادي اړېکې نږدې په ټپه درېدلې وې او د یاد دهلېز بیا پرانیستل د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د ودې لپاره ښه ګام دی.

محمدي وایي، اوسنی حکومت باید هغه دهلېزونه چې د پخواني حکومت پرمهال جوړ شوي، یا هم هغه اقتصادي فرصتونه چې تېر حکومت د «ټنبلۍ له امله» ترې کار نه و اخېستی، بېرته احیا او ورغوي او له هېوادونو سره  صادراتي اړېکې ډېرې پیاوړې کړي.

هغه زیاته کړه: «په تېرو شلو کلونو کې له بده‌مرغه د افغانستان سوادګریز بیلانس منفي و، ځکه چې  واردات ډېر وو او صادارت کم وو؛ د اقتصادي اصولو له مخې، دغه ډول بیلانس درلودل ښه اقتصادي حالت نه دی، خو د افغانستان په شرایطو کې ځکه د منلو و چې افغانستان ته بهرنۍ مرستې ډېرې را روانې وې، وارادات زیات وو، خو تولیدات په هېواد کې په هغه کچه نه وو چې صادرات زیات کړو.»

دی وایي چې اوسنی حکومت باید له پخوانیو بنسټونو کار واخلي، پر داخلي تولیداتو کار وکړي، صادراتي سکتور ډېر پیاوړی کړي او له دغې لارې بهرنۍ کرنسي لاس ته راوړي.

د هغه په وینا، د صادراتو د پیاوړي کولو لپاره باید هغه صادراتي توکي په نښه شي چې په نړۍوال بازار کې ښه ارزښت لري او دهلېزونه ورته پرانیستل کېدای شي.

محمدي وایي: «که چېرې د هېواد دننه تولیدات او صادارت زیات شي، هم به بهرني هېوادونه په افغانستان کې پانګونه وکړي او هم به ګاونډي هېوادونه؛ دا مهال ایران او پاکستان له سخت بد اقتصادي حالت سره مخ دي، پر ایران د امریکا له لوري بندیزونه لګېدلي، که چېرې د تولید لپاره افغانستان کې فرصتونه رامنځته شي، ایران راځي په افغانستان کې پانګونه کوي او د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته خپل صادرات پيلوي.»

دغه‌راز هغه وویل، که په افغانستان کې د تولید لپاره اسانتیاوې رامنځته شي، خلکو ته به د کار لارې چارې برابرې شي، د فقر کچه به را ټېټه شي او د افغانستان اقتصاد به ورسره ثبات پیدا کړي.

خو هغه زیاتوي: «که چېرې دغه کار ونه شي، نو افغانستان به پر بهرنیو مرستو تړلی پاتې وې او دا به د دې لامل وي چې موږ به د نورو هېوادونو خبرې او شرایط منو او بیا به حکومتولي کوو.»

حکومت دې نورو هېوادونو ته هم صادراتي دهلېزونه پرانیزي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هند او افغانستان ترمنځ د هوایي دهلېز پرانیستل به د افغانستان پر اقتصاد ډېر مثبت اغېز ولري.

ده وویل، هند ته هوایي دهلېز پرانیستل ځکه ډېر مهم دي چې د افغانستان ډېره وچه مېوه، زعفران، انځر، هنګ او طبي بوټې هند ته صادرېدل او وروسته له دې به په نورمال ډول دغه صادرات روان وي.

هغه وایي چې افغانستان له هندوستان سره په کلنۍ توګه له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ میلیون ډالرو راکړه ورکړه لري.

الکوزي زیاته کړه چې جلغوزي په نړۍواله کچه ښه بازار لري؛ تېر کال ۵۰۰ ټنه جلغوزي چین ته صادر شوي وو او سږ کال به تر لس زره ټنه جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته ولېږل شي.

د ده په اند، د جلغوزیو د صادراتو له ډېروالي سره به خلک وهڅول شي چې په هېواد کې د جلغوزیو نور باغونه هم جوړ کړي.

الکوزی هم وایي، حکومت باید هڅه وکړي چې له افغانستان څخه صادرات نور هم ډېر کړي او د هند هوایي دهلېز ترڅنګ، دوبۍ او روسیې ته هم د هوایي دهلېزونو د پرانیستو لپاره هڅې وکړي.

Visits: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.