کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان پوهنې وزارت وایي، د ترکیې د یوه خیریه بنسټ پر ۱۲۵ زره امریکایي ډالره مرسته په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړېږي.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو مدرسو د جوړولو تړون، د دغه وزارت سرپرست حبیبالله آغا او د ترکیې د «ایدیف» خیریه بنسټ مسئوول شیخ محمد توران په کابل کې لاسلیک کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو مدرسو د جوړولو لپاره د پوهنې وزارت ولایتونه ټاکي او هره مدرسه به څلور درسي ټولګي، احاطوي دیوال، جومات، تشنابونه او د څښلو پاکو اوبو اسانتیاوې ولري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پوهنې سرپرست وزیر ویلي چې دغه وزارت به د یاد تړون د پلي کولو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP