د پاکستان د انرژۍ وزارت مرستیال وایي: «چمتو یو له افغان پانګهوالو سره په ګډه افغانستان کې د برېښنا پر تولید پانګونه وکړو او راتلونکي کې د ډبرو سکرو پر ځای له افغانستانه برېښنا وارده کړو.»
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وایي، د «مس عینک» پروژې د ستونزو حل د دغه وزارت له لومړیتوبونو دی او حکومت ژمن دی چې د دغې پروژې پلې کولو ته زمینه برابره کړي.
د امریکا ولسمشر او د سعودي عربستان ولیعهد په ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د «ترهګرو» پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا، د امنیت پر ټینګښت، د بشري مرستو پر دوام او له حقونو د ښځو او نجونو پر برخمن کېدو ټینګار کړی دی.