ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا او سعودي افغانستان کې له «ترهګرۍ» سره پر مبارزې او د امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ

امریکا او سعودي افغانستان کې له «ترهګرۍ» سره پر مبارزې او د امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ

author avatar
16 Jul 2022 - 14:57
امریکا او سعودي افغانستان کې له «ترهګرۍ» سره پر مبارزې او د امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ
author avatar
16 Jul 2022 - 14:57

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د امریکا ولسمشر او د سعودي عربستان ولیعهد په ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د «ترهګرو» پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا، د امنیت پر ټینګښت، د بشري مرستو پر دوام او له حقونو د ښځو او نجونو پر برخمن کېدو ټینګار کړی دی.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن تېره ورځ سعودي عربستان ته تللی او هلته یې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان او د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د دواړو هېوادونو د مشرانو د دغې ناستې په ګډه اعلامیه کې راغلي: «دواړو لوریو په افغانستان کې له امنیت څخه پر ملاتړ او په دغه هېواد کې د مېشتو ترهګرو له خوا د رامنځته شوي ګواښ پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ. دوی له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام پر اهمیت، د افغان ولس د اړتیاوو د پوره کولو او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د زده‌کړو او د روغتیا له لوړ معیار څخه د برخه‌من کېدو او د ښځو لپاره د کار له حق څخه هم خپل ملاتړ څرګند کړ.»

اعلامیه کې «افغانستان کې د مېشتو ترهګرو» په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د تېر کال په زمري میاشت کې د افغانستان مخکنی دولت ړنګ شو او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

تمه وه چې د روان لمریز کال د وري په لومړیو کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د سرپرست حکومت له خوا تر «امر ثاني» پورې وځڼدول شول. حکومت ویلي چې د دغو ښوونځیو د پرانیستل کېدو پر طرحې کار کوي.

د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو په ګډون د ټولو حقونو ته ژمن دي، د خلکو حقونه تر پخوا ښه تامین شوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

Visits: 139

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.