ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: حکومت دې په کابل ښار کې د غږيزې ککړتيا مخه ونيسي

خلک: حکومت دې په کابل ښار کې د غږيزې ککړتيا مخه ونيسي

author avatar
19 Jul 2022 - 12:02
خلک: حکومت دې په کابل ښار کې د غږيزې ککړتيا مخه ونيسي
author avatar
19 Jul 2022 - 12:02

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ۱۴۰۱): د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، لاس پلورونکو د توکو د پلور په موخه خپلو کراچيو کې کوچني لوډسپېکرونه لګولي چې غږيزه ککړتيا يې رامنځته کړې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوى وايي چې د عمومي سړکونو ترڅنګ لاس پلورونکي په کوڅو کې هم ګرځي، لوډسپېکرونه يې په لوړ غږ روښانه کړي وي چې خلک يې له روحي فشار سره مخ کړي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د کابل ښار يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې د لاس پلورونکو لوډسپېکرونو خلکو ته سختې ستونزې پيدا کړې دي.

هغه وايي: «د ښار په هر ځای او کوڅه کې چې کراچۍ ولاړې وي، لوډسپېکرونه يې لګولي دي، خلکو ته مزاحمت کوي او زیاتره خلک یې پر روحې ناروغیو اخته کړي دي.»

د هغه په وينا، کوم کسان چې د توکو لپاره اړتيا ولري حتمن يې پيدا کوي، د لوډسپېکرونو لګولو ته هیڅ اړتيا نه ليدل کېږي.

دغه راز د کابل ښار يوه بل اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وویل چې د ښار او عمومي سړکونو ترڅنګ لاس پلورونکي په کوڅو کې هم ګرځي، لوډسپېکرونه يې په لوړ غږ روښانه کړي وي چې خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دى زياتوي: «سهار وختي په کوڅو کې ګرځي، ماشومان او نور له خوبه پاڅوي چې دا يو لوى عذاب دى او بايد مخه يې ونيول شي.»

د کابل ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

خو بل لور ته د کابل ښار يوه لاس پلورونکي محب‌الله پژواک ته وويل، که چيرې لوډسپيکر روښانه نه کړي، خلک ترې سودا نه اخلي.

هغه زیاته کړه: «که موږ سره لوډسپيکر نه وي، موږ په شلو ورځو کې هم خپل شيان نه شو خرڅولاى، همدا لوډسپېکرونه دي چې زموږ سودا پلورل کېږي.»

د اړوندې موضوع په اړه د کابل ښاروالۍ وياند نعمت‌الله بارکزي پژواک وویل چې هره ورځ د ښاروالۍ اړوند مسوولين په بېلابېلو سيمو کې ګرځي او له لاس پلورونکو لوډسپيکرونه ټولوي.

هغه وايي، ښاروالۍ هڅه پيل کړې څو د يادې کړنې مخه ونيسي او خلک له دې ستونزې خلاص کړي.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې د ننګرهار اوسېدونکو هم له ورته ستونزې شکايت کړى و او ويلي وو چې حکومت بايد له غږيزې ککړتيا سره جدي مبارزه وکړي.

Visits: 148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.