د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي، په المان کې مېشت یوه کډوال افغان سوک وهونکي د خپلو درېیو سیالانو په ماتولو سره، د «ډبلیو. بي. سي» سازمان مډال ترلاسه کړ.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په تېرو اوو ورځو کې یې څه باندې ۲۴۷ میلیونه او ۱۹۸ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
ناپېژانده وسلهوالو، د افغانستان ابن سینا خصوصي موسسې مشر ډاکټر انوارالحق جبارخېل د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې وژلی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، سر له سبا ورځې بیا د اختر تر وروستیو پورې، برېښنا نورمال حالت ته راوګرځي او پرچاوۍ به تر ټولو کمې کچې ته راټيټې شي.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د چنګاښ ۱۵مه) شاوخوا ۱۱ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د ښاري نظم په موخه د کابل ښار د سپرلیو موټرو، لکه ملي بس، کاسټر، ټونس او میرسیډیس- ته ځانګړي سټېکرونه ورکوي او د تګ راتګ مسیرونه یې ټاکل کېږي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته د تلونکو افغانانو د لېږد بهیر بشپړ شو او ټول ۱۳۵۸۲ افغان حج کوونکي مکې مکرمې ښار ته رسېدلي دي.
کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱): ځیني شنونکي او سیاسي څېرې وایي، د علماوو د غونډې جوړېدل یوه اړتیا وه، خو په پرېکړهلیک کې یې باید
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په اوو ورځو کې یې څه باندې ۵۶۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
پولیس وایي، د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یو صراف له انسان تښتوونکو ژغورلی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د حزب اسلامي مشر، د علماوو په غونډه کې د «انصاري» پر هغو څرګندونو چې د مخالفینو سر دې غوڅ کړل شي، سختې نیوکې کړې دي؛ وایي غونډه کې باید د اجنډا له مخې د اساسي قانون، له سياسي ګوندونو سره تعامل او د نجونو د تحصيل په څېر پر مهمو مسایلو خبرې شوې وای.
. . .