. . .
مولوي محمدعمر خطابي د علماوو غونډې ته په خبرو کې د چارو په تړاو له اهل کسانو سره پر مشورو ټینګار وکړ، ویې ویل: «د اسلامي امارت کښتۍ باید وژغورل شي. کله کله د کښتۍ د نجات لپاره باید د هغې یوه تخته ماته شي. د ضرورتونو په بنیاد په احکامو کې تغیر راځي.»
د افغانستان د علماوو ستره غونډه – چې نږدې درې زره ګډونوال به ولري – نن په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې پیلېږي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د مخکني حکومت د مشرانو جرګې مرستیال حسیبالله کلیمزی، په ولسي جرګه کې د سمنګان ولایت پخوانی استازی محبالله فرقاني او د هېواد مشهور متخصص ډاکټر عبدالله وردګ هېواد ته راستانه شوي دي.
په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره د چین د اته میلیون ډالرو په ارزښت کمپلې، جامې او نور اړین توکي په دوو الوتکو کې کابل ته راورسېدل.
د ریاستالوزرا مرستیال د «بلخاب» له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، حکومت نه غواړي ملکي خلکو ته زیان واوړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ملت منځ کې «فتنې» راپورته کړي.
حکومت د سیمې د امنیت او د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ پر څرځایونو د شخړو مخنیوي لپاره په میدانوردګو او بامیان ولایتونو کې دوه امنیتي قطعې ځای پر ځای کوي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې دوه وسله وال غله له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان دې هېواد ته راستانه شي څو د مسلک مطابق پر دندو وګومارل شي او خلکو ته خدمت وکړي.
انعامالله سمنګاني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر او قاري یوسف احمدي د ریاستالوزرا مرستیال ویاند په توګه وګومارل شول.
له شاوخوا ١٠ مياشتو وروسته د کابل ښار پوليس پر يونیفورم سمبال شول، بل لور ته خلک هم د حکومت دغه اقدام ستايي او وايي چې د امنيت په ټينګښت کې ګټور تمامېداى شي.