د مخکنۍ ولسيجرګې ځینو غړو په انلاین بڼه د دغې جرګې د ناستو جوړولو هڅې پیل کړې دي؛ خو د جرګې ځیني غړي یې بې ګټې او د چارو شنونکي یې سیاسي حرکت بولي، وایي د ړنګ شوي دولت هېڅ قوه د داسې کړنو حق نه لري.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په دوو بېلابېلو عملیاتو کې یې یوه د شرابو کارخونه او یوه اندازه نوي ډول نشهیي توکي کشف کړي او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت د کابل ښار په کارته پروان کې پر درمسال نننی برید غندلی او وایي چې حکومت د دې پېښې عاملینو د پېژندنې او مجازات لپاره د جدي اقداماتو ډاډ ورکوي.
یو شمېر افغان سیاستوالو، هند او یوناما د کابل په کارته پروان کې پر درمسال نننی برید غندلی او هند د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په دې اړه د جزییاتو په تمه دي.
د پښتو ژبې لیکوال او فولکلوریسټ پروفیسر ولي محمد خان «سیال کاکړ» له څو کلنې ناروغۍ وروسته نن د ۸۷ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
په داسې حال کې چې ځيني کارپوهان د «بارټر» یا جنس پر جنس سوداګري د افغانستان په ګټه نه بولي، خو ځيني نور یې بیا ګټور ګڼي چې له څه مودې راهیسې په دې اړه د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې روانې دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د تېر حکومت د امنیت شورا مرستیال عبدالحکیم نورزی او د علماوو شورا پخوانی غړی مولوي عبدالخبیر چیچکه هم هېواد ته راستانه شول.
د مالیې وزارت وايي، په تېرو نهو میاشتو کې د ترانزیټي مالونو نږدې ۲۷ زره موټر د افغانستان له خاورې تېر شوي چې د تېر په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي او له دغه درکه ۳۶۱ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د ایران د لارو او ښارجوړونې وزیر د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د ژمي له رارسېدو مخکې دې د خواف – هرات رېلپټلۍ د درېيمې برخې ټولې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کډوالو چارو وزارت له داخلي بېځایه شوو، بېرته راستنېدونکو او بېوزلو سره د مرستې په موخه له پنځو موسسو سره د څه باندې لس ميليون ډالرو مرستې تړونونه لاسلیک کړي دي.
په کاپیسا کې سیمهییز خبریال او په دغه ولایت کې د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې ولایتي مرستیال عبدالحنان محمدي نادرکه شوی دی.