ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوداګرۍ ځيني کارپوهان «بارټر» د افغانستان په ګټه نه بولي

د سوداګرۍ ځيني کارپوهان «بارټر» د افغانستان په ګټه نه بولي

author avatar
16 Jun 2022 - 17:13
د سوداګرۍ ځيني کارپوهان «بارټر» د افغانستان په ګټه نه بولي
author avatar
16 Jun 2022 - 17:13

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): په داسې حال کې چې ځيني کارپوهان د «بارټر» یا جنس پر جنس سوداګري د افغانستان په ګټه نه بولي، خو ځيني نور یې بیا ګټور ګڼي چې له څه مودې راهیسې په دې اړه د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې روانې دي.

رسنیو خبر ورکړی چې افغانستان او پاکستان «بارټر» یا جنس پر جنس سوداګري پیلوي.

د راپور له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دغې سوداګرۍ لومړنی پړاو له ۲۰ قلمه توکو پیلېږي او د کامیابۍ په صورت کې به همداسې زیاتېږي.

د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي ویلي: «موږ د میکانیزم په تړاو ۸۰ سلنه موافقې ته رسېدلې یو؛ هم د حوالې سیسټم جریان موندلی او هم به جنس پر جنس تبادله وشي او هم هغه کسان چې واردات او صادرات کوي، کولی شي چې په کابل کې افغانۍ او پاکستان کې کلدارې جمع کړي.»

خانجان الکوزي نن (د غبرګولي ۲۶مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایع ګډې خونې له کلونو راهیسې هڅه کړې چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ستونزې له دواړو حکومتونو سره شریک کړي او د حل لارې یې ولټوي.

د هغه په خبره، په دې وروستیو کې د پاکستان مرکزي بانک له نړۍوالو فشارونو وروسته، د سوداګریزو پیسو تعقیبول ډېر کړی او دا چاره افغانستان ته د سوداګریزو پیسو لېږد او د دغه هېواد صادراتو ته د ستونزې لامل کېده.

الکوزی وایي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ګډې خونې د هڅو په پایله کې، د پاکستان مرکزي بانک د برېښنايي صادراتو او وارداتو فورمونه (E-Form & EIF) معاف کړل؛ خو د دواړو هېوادونو حکومتونو لازمه وګڼله چې د دې ستونزې د هوارولو لپاره، د بارټر سوداګریز میکانیزم جوړ کړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د دواړو لورو له خوا د خصوصي سکټور کمېټه جوړه شوه، دواړو خواوو د یادې کمېټې رهبري د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ګډې خونې ته وسپارله.

په ورته وخت کې، د افغانستان د بانکونو اتحادیې ویلي، د افغانستان ډېر بانکونه بهر ته د پیسو په لېږد کې ستونزه نه لري او یوازې د تزیني توکو پېرلو برخه کې د لېږد چارې نه ترسره کېږي.

الکوزی وایي، د بارټر سوداګرۍ په تړاو د افغانستان او پاکستان له خصوصي سکټور سره سلا مشورې شوې دي او لا جریان لري او دغه کمېټه د سوداګرۍ او صنعت وزارت تر رهبرۍ لاندې فعالیت لري؛ که څوک په دې اړه کومه طرحه لري، له کمېټې سره دې شریکه کړي.

نوموړی زیاتوي، تر اوسه دواړه خواوې په دې اړه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي او کله چې د دواړو غاړو کمېټې وروستۍ موافقې ته ورسېږي، نو په دې اړه وروستۍ پرېکړه او د میکانیزم تصدیق د دواړو خواو حکومتونه ترسره کوي.

ځيني اقتصاد پوهان: د بارټر سوداګري د افغانستان په زیان ده

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ذکریا حیدري په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، بارټر یو ډول کلاسیکه سوداګري ده او ډېر پخوا چې پیسې رایجې نه وې، له دغه موډله کار اخیستل کېده؛ خو اوس د نړۍ په هیڅ هېواد کې له دې ډول سوداګرۍ استفاده نه کېږي.

د هغه په خبره، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې له دغه موډله استفاده کامیابه او کارنده نه ده او له هر پلوه ډېرې ستونزې لري.

نوموړی وایي: «افغانستان یو مصرفي او وارداتي هېواد دی؛ تولیدات مو دومره نه دي چې نورو هېوادونو ته ډېر صادرات ولرو؛ کله چې د افغانستان د سوداګرۍ بیلانس وګورو نو ۵۰ سلنه کسري بیلانس لرو او کله چې ۵۰ سلنه کسري بیلانس ولرو، نو موږ په حقیقت کې د صادراتو لپاره ډېر اقلام نه لرو.»

د حیدري په خبره، پاکستان د افغانستان په پرتله د اقتصاد په برخه کې ښه توانایي لري او په بارټر سوداګرۍ کې به هم داسې یو لوری ونیسي چې ډېره ګټه به هغه هېواد ته وي.

هغه د څو توکو محدودېدل، د اقتصادي شریکانو له لاسه ورکول، د سوداګرۍ بهیر محدودېدل، یوه هېواد پورې د افغانستان تړاو او منحصر کېدل د دغه ډول سوداګرۍ زیانونه یاد کړل.

حیدري د دغه موډل سوداګرۍ د ګټو په اړه وایي، که دواړه هېواونه د یوه او بل ګټې په پام کې ونیسي، کېداشي ګټې ولري چې دا کار په سوداګرۍ کې ډېر عملي نه دی او هر هېواد تر ډېره خپلې ګټې په نظر کې نیسي.

خو هغه ټینګار کوي چې د یوه اقتصادپوه په توګه دغه موډل کامیاب او کارنده نه ګڼي او زیاتوي، که دغه موډل ګټور وای نو په نورو هېوادونو کې به هم کارېدلی وای.

د هېواد یو بل اقتصادي کارپوه سید‌مسعود هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ بارټر سوداګرۍ په اړه خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، دغه حرکت که کوچنی وي او یا ستر د غوره اقتصاد لرونکي لوري په ګټه ده چې په دغه حالت کې پاکستان ګټونکی دی.

هغه لیکلي، پاکستان د افغانستان سوداګریزو نړۍوالو حسابونو د بندیز له امله له بانکي لارو د پيسو لېږد ستونزې پلمه کوي او لیکي چې پاکستان هڅه کوي له دغه هېواده د پيسو د وتلو مخنیوی وکړي.

د هغه په خبره، پاکستان غواړي چې خپل ډېر عادي توکي د افغانستان د معدني موادو په بدل کې جنسا تبادله کړي.

نوموړي دغه راز لیکلي: «په پروتوکول کې درج کېږي چې پولي واحد افغانۍ یا کلدارې وي؛ په دغه صورت کې د پاکستان کم ارزښته پولي واحد روپیه د ډالرو ځای نیسي؛ د پاکستان پولي واحد په افغانستان کې لوی تجارت نیسي او په لومړي ځل داسې یوه دند تر سره کوي او د افغانیو فاتحه اخیستل کېږي.»

هغه همداراز کاږي: «په دغه کار سره د افغانستان بازارونه د پاکستان په انحصار کې راځي، د افغانستان تولیدونکی به د پاکستان د پانګه‌وال په خوښه تولید کوي؛ د افغانستان سوداګرو په وجود کې اقتصادي انګېزه کمېږي؛ د افغانستان سوداګر د نړۍ له بازارونو لرې او ورسره نا اشنا کېږي؛ پاکستاني بانکونه او سوداګر به د افغانستان د سوداګرو او بهرنيو تولیدونکو ترمنځ واقع شي او د افغانستان سوداګرو ته به اجناس پېري؛ د اسعارو ذخیرې د یو میلیارد ډالرو په کچه ټيټیږي؛ د افغانیو ارزښت کمېږي، پاکستانۍ کلدارې به په داخلي تبادلاتو کې د ملي پیسو ځای نیسي او د افغانیو ارزښت د کلدارو پر اساس قوي کېږي، اقتصادي ثبات ټکنی کېږي او د سیاسي بې ثباتۍ خطر ډېرېږي.»

هغه له حکومته وغوښتل چې هر څه ژر د دغه کار مخه ونیسي.

ځيني کارپوهان: بارټر نوی اقتصاد د افغانستان  په څېر هېوادونو ته ګټور دی.

د راپور له مخې، د ۱۳۹۹ کال په سلواغې میاشت کې چې د بارټر نوي اقتصاد معرفي کولو انلاین ناسته کې -چې په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په نوښت جوړه شوې وه – د سوداګرۍ او پانګونې خونې مخکني رییس سیدزمان هاشمي ویلي و: «حکومت له هغو ډيپلوماتیکو بنسټونو سره په هغمږۍ چې د بارټر اقتصاد لرونکو هېوادونو کې فعالیت کوي، د افغانستان شرایطو ته په پام سره د بارټر نوي اقتصاد لپاره  یو ځای کار وکړي او دا کار کولای شي چې د افغانستان خلکو ته ډېرې ګټې ولري.»

د بارټر اقتصادي چارو یوه کارپوه ساویز ساویزیار په دغه ناسته کې ویلي و، د بارټر نوی اقتصاد د هغو هېوادونو لپاره یو ښه فرصت بلل کېږي چې د افغانستان په څېر ښې طبیعي سرچینې لري.

هغه په ډاګه کړې وه، افغانستان د بارټر له نوي اقتصاده په ګټنې کولای شي چې له چین سره له یوې اصولي اډانې په استفادې یوه قانونمنده سوداګریزه راکړه ورکړه ولري او دا تګلاره کولای شي د هغو ترمنځ مستقیمو اړیکو او سوداګرو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

Visits: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.