پولیس وایي، د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یو صراف له انسان تښتوونکو ژغورلی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د حزب اسلامي مشر، د علماوو په غونډه کې د «انصاري» پر هغو څرګندونو چې د مخالفینو سر دې غوڅ کړل شي، سختې نیوکې کړې دي؛ وایي غونډه کې باید د اجنډا له مخې د اساسي قانون، له سياسي ګوندونو سره تعامل او د نجونو د تحصيل په څېر پر مهمو مسایلو خبرې شوې وای.
. . .
مولوي محمدعمر خطابي د علماوو غونډې ته په خبرو کې د چارو په تړاو له اهل کسانو سره پر مشورو ټینګار وکړ، ویې ویل: «د اسلامي امارت کښتۍ باید وژغورل شي. کله کله د کښتۍ د نجات لپاره باید د هغې یوه تخته ماته شي. د ضرورتونو په بنیاد په احکامو کې تغیر راځي.»
د افغانستان د علماوو ستره غونډه – چې نږدې درې زره ګډونوال به ولري – نن په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې پیلېږي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د مخکني حکومت د مشرانو جرګې مرستیال حسیبالله کلیمزی، په ولسي جرګه کې د سمنګان ولایت پخوانی استازی محبالله فرقاني او د هېواد مشهور متخصص ډاکټر عبدالله وردګ هېواد ته راستانه شوي دي.
په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره د چین د اته میلیون ډالرو په ارزښت کمپلې، جامې او نور اړین توکي په دوو الوتکو کې کابل ته راورسېدل.
د ریاستالوزرا مرستیال د «بلخاب» له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، حکومت نه غواړي ملکي خلکو ته زیان واوړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ملت منځ کې «فتنې» راپورته کړي.
حکومت د سیمې د امنیت او د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ پر څرځایونو د شخړو مخنیوي لپاره په میدانوردګو او بامیان ولایتونو کې دوه امنیتي قطعې ځای پر ځای کوي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې دوه وسله وال غله له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.