. . .
اقتصادي کمېسیون، کابل کې د ۱۵۰ فابریکو جوړولو وړاندیز تایید کړ او یوې کمېټې ته یې دنده وسپارله چې د قراردادي شرکتونو د حوالو، تضمیناتو او پر پخواني حکومت د پاتې پورونو ستونزې ته حل لار پیدا کړي.
له بلخ ولایت مزارشریف ښار څخه تښتول شوی ترکمن ماشوم عبدالرووف له دوو کلونو وروسته، نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د غویي ۴مه) شاوخوا ۱۲ میلیونه ډالر د داوطلبۍ په ترڅ کې د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې پلوري.
د لوړو زده کړو وزارت پرېکړه کړې چې د کابل په دولتي پوهنتونونو کې به تاق ورځې هلکان او جفت ورځې نجونې زده کړې کوي او د زده کړو ورځنی وخت دوه برابره شوی دی.
د بریتانیې سفیر، قطر کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کوکنارو د کر مخنیوي هر کلی کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د نوي افغان حکومت پر خلاف د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي.
کورنیو چارو وزارت وایي، د اداري فساد او درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبینو یو کس د جعلي افغانیو کارولو په تړاو نیولی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د ازبکستان او قزاقستان له سفيرانو او د ترکمنستان او قرغیزستان له استازو سره په لېدنه کې، د مرکزي اسيا هېوادونو ترمنځ پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي اتصال خبرې کړې دي.
د دولتي پوهنتونونو ځیني استادان وایي، څو میاشتې مخکې یې تنخواګانې او امتیازونه نږدې ۳۸ سلنه کم شوي؛ خو د توکیو د بیو لوړوالي او د دوی کاري مکلفیتونو زیاتوالي ته په پام باید بېرته لوړې شي.
د کابل امنیه قومانداني وایي چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نایتروجن ډبې چاودنې له امله شپږ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
افغانان، پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته سخت غبرګونونه ښيي؛ پر افغانستان د برید شپه د پاکستان د ذلت د پیل لومړۍ شپه بولي او وایي افغانان باید خپلو دښمنانو ته په واحد دریځ سره درنه څپېړه ورکړي.
د پاکستان د ولسي جرګې غړي محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي؛ داوړ وایي، د برید امر ورکوونکي دې وڅارل شي او پښتین دا برید جنګي جرم بللی دی.