ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اقتصادي کمېسیون د ۱۵۰ فابریکو جوړولو وړاندیز تایید کړ

اقتصادي کمېسیون د ۱۵۰ فابریکو جوړولو وړاندیز تایید کړ

author avatar
25 Apr 2022 - 14:11
اقتصادي کمېسیون د ۱۵۰ فابریکو جوړولو وړاندیز تایید کړ
author avatar
25 Apr 2022 - 14:11

کابل (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۱): اقتصادي کمېسیون، کابل کې د ۱۵۰ فابریکو جوړولو وړاندیز تایید کړ او یوې کمېټې ته یې دنده وسپارله چې د قراردادي شرکتونو د حوالو، تضمیناتو او پر پخواني حکومت د پاتې پورونو ستونزې ته حل لار پیدا کړي.

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت په مشرۍ؛ د ټولګټو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان بانک، د اقتصادي کمېسیون او د قراردادي شرکتونو د استازو په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د قراردادي شرکتونو د حوالو، تضمیناتو او پر پخوانۍ ادارې د دوی د پاتې طلباتو ستونزې ته یو مناسب حل پيدا کړي.

سرچینې لیکلي چې اقتصادي کمېسیون همدارنګه د ښارجوړونې وزارت هغه وړاندیز د تایید او تطبیق وړ وباله چې له مخې یې د بیجینګ – ننګرهار ساختماني او تولیدي شرکت له لوري د پیروزي پروژې اړوند صنعتي پارک کې ۱۵۰ کوچنۍ او متوسطې فابریکې جوړېږي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې، له مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې A80 ۲۷۰۰ ټنه تېل چې د افغانستان خاورې ته راوړل شوي؛ قراردادي شرکتونه دې د في ټن تېلو پر سر ۲۵ ډالر- چې له دې مخکې یې د نفتو او ګازو دولتي شرکت ته ورکول- له دې پرېکړې وروسته دې د سټنډرډ ملي ادارې ته ورکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دغه شرکتونه به د سټنډرډ ملي ادارې ته د في ټن تېلو پر سر ۱۰ ډالر د یادې ادارې د لابراتواري وسایلو د ترمیم په موخه هم ورکوي.

Views: 498

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.