ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان برید ته غبرګونونه: افغانان باید خپلو دښمنانو ته په واحد دریځ سره درنه څپېړه ورکړي

د پاکستان برید ته غبرګونونه: افغانان باید خپلو دښمنانو ته په واحد دریځ سره درنه څپېړه ورکړي

author avatar
17 Apr 2022 - 14:07
د پاکستان برید ته غبرګونونه: افغانان باید خپلو دښمنانو ته په واحد دریځ سره درنه څپېړه ورکړي
author avatar
17 Apr 2022 - 14:07

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۱): افغانان، پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته سخت غبرګونونه ښيي؛ پر افغانستان د برید شپه د پاکستان د ذلت د پیل لومړۍ شپه بولي او وایي افغانان باید خپلو دښمنانو ته په واحد دریځ سره درنه څپېړه ورکړي.

د پاکستان د برید په اړه غبرګونونه:

  • پاکستان دې د افغانانو له مجبوریته ګټه نه اخلي، په یاد دې ولري چې هرې شپې پسې سبا شته.
  • افغانان باید د پاکستان له دښمنانه کړنو نه د یووالي او ورورولۍ درس واخلي.
  • حکومت دې د خلکو د ژوند په جزیاتو کې د لاسوهنې پر ځای د یوه قوي دولت جوړولو په فکر کې شي.
  • که مو د تاریخ په اوږدو کې یو بل نه وای تخریب کړای، نن به افغان زمریان د ګیدړو خوراک نه کېده.
  • افغانانو ته په خطاب کې: خفه کېږئ مۀ! بېګاه د پاکستان د ذلت د پیل لومړۍ شپه وه.
  • افغانان باید خپلو دښمنانو ته په واحد دریځ سره درنه څپېړه ورکړي.
  • امارت بايد د افغان مظلومو خلکو غچ واخلي؛ څو پنجاب له دا ډول کړنو لاس واخلي.
  • کابل وایي، پاکستان دې افغانان متقابل اقدام ته نه مجبوروي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان جېټ الوتکو تېره ورځ سهار وختي په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ پر شلتن ولسوالۍ بمبار کړی او لسګونو عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. په دې بریدونو کې ډېره مرګ ژوبله په خوست کې وزيرستاني کډوالو ته اوښتې ده.

دې پېښې ته په غبرګون کې عامو افغانانو، د اوسني حکومت ځینو پلویانو او چارواکو او د پخواني حکومت یو شمېر چارواکوغبرګونونه ښودلي دي.

سیاستوال څه وایي؟

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: ((د افغانستان په خاوره کې په هر نامه بمبارد د هېواد پر حریم تیری دی او په کلکو ټکو یې غندو. پاکستان دې د افغانانو له مجبوریته ګټه نه اخلي؛ هره ستونزه چې لري له سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو یې حل کړي. په یاد دې ولري چې هرې شپې پسې سبا شته.))

د ټاکنیزو شکایتونو پخواني رئیس عبدالستار سعادت پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: ((د پاکستانیو الوتکو له لوري زموږ د فضایي حریم نقض او بمبارۍ د ملګرو ملتونو د منشور نقض او صرېح تجاوز دی؛ له داسې اعمالو څخه جوتېږي چې پاکستان د هر چا په وجود کې چې وي، افغانستان سره په ښه ګاونډیتوب معتقد نه دی او خپلې ګټې د ښو اړیکو د لرلو پر ځای په مخاصمې او ټکر کې ګوري.))

ده د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د پاکستان د سفیر احضارولو ته په اشارې لیکلي: ((د سفیر احضارول د یوه مسؤل نظام کار دی، ښه کار وشو. مګر که موږ غښتلي وای، نن مو باید سفیر ته د اعتراض لیک د سپارلو پر ځای د جنګ اعلان کړی وای؛ خو په کوم زور؟! باور لرم نن ټول د هغو معصومو شهیدانو تصویرونو شکنجه کړل چې په خواله رسنیو کې خپاره شول. له داسې خصمانه اعمالو نه باید د ننه په کور کې د اتحاد او ورورولۍ درس واخلو. د خلکو د ژوند په جزئیاتو کې د مداخلې پر ځای د یوهٔ قوي دولت د تاسیس فکر وشي.))

د ننګرهار ولایت مخکني والي ضیاءالحق امرخیل هم لیکلي چې د پاکستان یاد بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری او د روژې په میاشت کې له ګاونډیتوبه څرګنده سرغړونه ده.

ده لیکلي: ((هيله لرم چې په جدي ډول يی پوښتنه وشي، که د تاريخونو په اوږدو کې مو يو بل او نظامونه تخريب کړي نه وای، نن به د افغان د غرونو زمري د ګيدړو خوراک نه کېده.))

عام افغانان څه وایي؟

د افغان الحنفي په نوم یو تن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: ((خفه کیږئ مۀ! بېګاه د پاکستان د ذلت د پیل لومړۍ شپه وه، که لوستي یاست د دې هېواد تاریخ ولولئ، که نالوستي؛ له چا وپوښتئ، هر ظالم چې دا ملت ټکولی نو عکس العمل کې یې د هغوی د جبر کاسه نسکوره شوې ده، ممکن زما په څېر مو روحیات بایللي وي؛ خو صبر، صبر ژر به یې یوه منتقمه څپه ووینئ.))

د محمد کاروان په نوم یو بل تن هم لیکلي: ((پر کونړ او خوست د پاکستان له لوري بمباري داسې ظلم دی لکه څرنګه چې امریکایي اشغال په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو سره وکړ! خو افغانان مات نه شول، بلکې خپله امریکایي اشغال مات شو.  په افغانستان کې د پاکستان سفیر احضار شو او د دغو ظالمانه بریدونو غندنه وشوه او له هر چا به یې پوښتنه کوو.))

نصیب الله پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې پاکستان هېڅکله با ثباته، ځواکمن او د ملي یووالي لرونکی افغانستان نه غواړي او د نوي سرپرست حکومت په راتګ سره سخت په وېره کې دی.

هغه زیاتوي: ((نو افغان ولس باید ملي یووالی، ثبات او سوله په هر قیمت وساتي او خپلو دښمنانو ته په واحد دریځ لرلو درنه څپېړه ورکړي.))

د هېواد نامتو شاعر مطیع الله تراب هم لیکلي: ((څلورويشت ساعته د ګاونډیو او نورو هېوادونو جېټ الوتکې د افغانستان پر فضاء ګرځي او پاکستان خو حتا عام خلک بمباروي، خو موږ ورته لاس تر زنې ناست یو چې وطن ازاد شوی. وطن اوس اشغال شوی او باید تاریخي غیرت وکړو.))

علي شیر هوتک لیکلي: ((امارت دې نور دا غندل پريږي، ترڅو چى امارت وينه په وينه پاکه نه کړي، دا ډول بريدونه به دوام کوي، سبا به بيا پنجاب پر افغان خاوره بمبار کوي او بيا به افغانان په قتل ورسوي، ځکه چى اوس يي سترګه سره شوه، نو امارت بايد د افغان مظلومو خلکو غچ واخلي څو پنجاب له دا ډول کړنو او اقداماتو څخه لاس واخلي.))

په همدې حال کې افغان چارواکو د افغانستان پر خاوره د پاکستان بريد غندلی او وايي، که د تکرار مخه يې ونه نيول شي  افغانان به اړ شي چې د خپلې خاورې دفاع لپاره په متقابل اقدام لاس پورې کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یادو بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان احضار کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) هم پر افغانستان د پاکستان پر یادو بریدونو او له امله یې ملکي وګړو ته په اوښتې مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې، ویلي یې دي چې ‎په هر ډول نښتو کې باید ملکي خلک په نښه نه شي.

یوناما ویلي، په سیمه کې له نږدې کار او څیړنې کوي، څو په دې برخه کې نور حقایق او معلومات ترلاسه کړي.

Visits: 229

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.