یوې چینایي کمپنۍ د افغانستان د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې په دغه هېواد کې د برېښنا د تولید او بندونو جوړولو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني وایي: «د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلام څخه متنفره نه کړو، بلکې څنګه مو چې مخکې قرباني ورکړه اوس باید هماغه ډول د خلکو خیال وساتو.»
یو شمېر ښځو د مدیریت په کچه دوی ته د ونډې نه ورکولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې، له سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو دغه ستونزه دې د شرعي او بشري حقونو پر بنسټ پای ته ورسول شي.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د غویي ۲۱مه) شاوخوا ۱۲میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
ځینې سرچینې په تخار او پنجشېر ولایتونو کې د نښتو او مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي، خو سرپرست حکومت وایي چې په دغو ولایتونو کې هيڅ نظامي پېښه نه ده شوې او د هيڅ منفي تحرک مجال هم شتون نه لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د میدان وردګو ولایت «کوتل تخت صنعتي پارک» چارې په بشپړېدو دي او راتلونکې اوونۍ ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي.
. . .
سیګار وایي، د امریکا د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات او وسلې افغانستان کې پاتې دي او د دغه هېواد د مرکزي استخباراتو پخوانی مشر بیا د دغو وسلو او مهماتو پاتې کېدل د اندېښنې وړ بولي.
کابل کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه څرګنده شوه او له چارواکو وغوښتل شول چې د رسنیو په اړه کړیو ژمنو ته ژمن پاتې شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنیو غوښتي، ټول هغه سوداګریز اعلانونه چې سیاسي، امنیتي یا ټولنیز اړخ ولري، له خپرولو مخکې دې له یاد وزارت سره شریک کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، داعش په افغانستان کې ۹۸ سلنه ځپل شوی او په دې اړه د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې بېځایه دي.