ملګري ملتونه او بریټانیا په راتلونکې مارچ میاشت کې له افغانستان سره د مرستو لپاره د یوې غونډې کوربه توب کوي؛ تمه لري چې په دې ناسته کې د افغانستان لپاره ۴،۴ میلیارد ډالر مرسته ترلاسه کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اروپایي ټولنې استازو په قطر کې له افغان پلاوي سره په ناسته کې د افغانستان د ښوونیز بهیر لپاره د ۱۱ میلیون ډالرو د ځانګړې کېدو یادونه کړې ده.
د پخواني حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي کابل ته راغلی او نن یې په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره لیدلي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره د «غلو» په نښته کې دوه «غله» وژل شوي او یو بل ټپی دی.
ځینو سرچینو، د بایډن هغه فرمان ته سخت غبرګونونه ښودلي چې د افغانستان ۳.۵ میلیارد ډالر دې ځکه په امریکا کې وساتل شي چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.
امنیتي ځواکونو د کابل ښار د څلورمې او نهمې حوزو اړوند سیمو کې یو کس د انسان تښتونې او دوه نور د غلا په تور نیولي او یو پر غلا تورن کس له پولیسو سره په نښته کې ټپي شوی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د دغه هېواد د ویزو د ورکړې بهیر له پیلېدو خبر ورکړی، ویلي یې دي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه به له افغانستان سره د دغه هېواد ۷۰۰ ټنه نوره مرسته هم ورسېږي.
د یوناما مشرې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅې کوي چې د افغانستان بانکي سیسټم پر پښو ودروي او د نیمه پاتې پروژو بشپړولو ته پیسې ومومي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي وايي چې د دې نماینده ګۍ مرستیال او مختار وزیر محمدولي نعیمي رغېدو ته په پام، نوموړي د ملګرو ملتونو سازمان د تشریفاتي نورمونو مطابق په رسمي ډول د شارژدافیر په توګه د دې استازولي رهبري ترلاسه کړه.
د کابل شهزاده سرای چې د افغانستان د اسعارو د تبادلې لوی مرکز دی د مرکزي بانک له خوا د نوو شرایطو له وضعه کولو سره هم مهاله نن سهار د خلکو پر مخ تړل شوی دی.
د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې یو شمېر اعتراض کوونکي- چې د کابل شمال لاره یې هم د لنډ وخت لپاره تړلې وه- ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو د دغې سیمې یو اوسېدونکی پر ډزو وژلی دی.
کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۰): ملګري ملتونه ادعا کوي چې د اسامه بن لادن زوی تېر اکتوبر کې افغانستان ته راغلی و او کېدای شي