کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۰): ملګري ملتونه ادعا کوي چې د اسامه بن لادن زوی تېر اکتوبر کې افغانستان ته راغلی و او کېدای شي دغه هېواد د «ترهګرو ډلو» په خوندي ځای بدل شي، خو د افغانستان حکومت دغه څرګندونې بې بنسټه بولي.
بي بي سي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار کمېتې د یوه راپور له مخې لیکلي چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی عبدالله د تېر کال په اکتوبر مياشت کې له «طالبانو» سره د ليدو په موخه افغانستان ته سفر کړی و.
اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پاکستان کې د امریکایي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.
د یاد راپور له مخې، شونې ده چې افغانستان د «القاعدې او يو شمېر نورو ترهګرو ډلو» لپاره په خوندي پټنځای بدل شي او اټکل کیږي چې محمد صلاح الدين عبدالحليم زيدان د القاعدې د بل مشر ايمن الظواهري ځایناستی او افغانستان کې ځای پر ځای شي.
سرچینه ادعا کوي، وایي: «د هند په نيمه وچه کې القاعده - چې مشري يې اسامه محمود او د هغه مرستيال عاطف يحيی غوري کوي- د افغانستان په غزني، هلمند، کندهار، نيمروز، پکتيکا او زابل ولايتونو کې د تېر حکومت پر ضد د طالبانو تر څنګ جګړه کې ګډون درلود.»
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د څار ډلې هغه راپور چې ګواکې افغانستان کې د بهرنیو ډلو فعالیت شتون زیات شوی، حقیقت نه لري او په کلکه یې ردوي.
سرچینې لیکي:«اسلامي امارت دغه ډول بې بنسټه راپورونه چې هیڅ شواهد، اسناد او مدارک په کې شتون نه لري د افغانستان، سیمې او نړۍ په خیر او ګټه نه بولي، له کله نه چې اسلامي امارت د هېواد بشپړ حاکمیت تر لاسه کړی په افغانستان کې امنیت تامین شوی دی.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د دوحې په تړون کې کړې ژمنې عملي کړي او چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې کوم هېواد ته ګواښ متوجه کړي او له نورو هم ورته تمه لري.
د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې د افغانستان اوسنی حکومت، له شته امکاناتو او فرصتونو په ګټې اخیستنې سره د افغانستان، سیمې او نړۍ د امن، ثبات او سوکالۍ لپاره مثبت رول لوبوي او هیله لري چې د امنیت شورا په ګډون نور اړخونه هم دا حقایق درک او مسوولانه څرګندونې وکړي.
د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني هم پژواک خبري اژانس ته وویل، افغانستان ته د اسامه بن لادن زوی نه دی راغلی او دغه راپور بې بنسټه دی او حقیقت نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











