ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د پانګې په اړه د بایډن فرمان له غبرګونونو سره مخ شو

د افغانستان د پانګې په اړه د بایډن فرمان له غبرګونونو سره مخ شو

author avatar
12 Feb 2022 - 12:32
د افغانستان د پانګې په اړه د بایډن فرمان له غبرګونونو سره مخ شو
author avatar
12 Feb 2022 - 12:32

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۰): ځینو سرچینو، د بایډن هغه فرمان ته سخت غبرګونونه ښودلي چې د افغانستان ۳.۵ میلیارد ډالر دې ځکه په امریکا کې وساتل شي چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه پر نیویارک او واشنګټن بریدونه وشول چې په کې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول. هغه وخت امریکايي چارواکو د بریدونو د پړې ګوته د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعدې شبکې ته ونیوه.

اسامه بن لادن هغه مهال په افغانستان کې و او امریکا پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، خو وروسته اسامه پاکستان کې د امریکایي ځواکونو په برید کې ووژل شو.

د امریکا متحده ایالتونو، وروسته له هغه چې د روان کال د وږي په ۲۴مه د افغانستان تېر حکومت له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو، د راپورونو له مخې، د افغانستان نږدې لس میلیارده امریکایي ډالره شتمني کنګل کړه او پر افغانستان ځیني نور محدودیتونه هم ولګلو شول. له دې سره افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شول او څو ځلې افغانانو په کابل او ولایتونو کې له کنګله د دې پانګې ایستلو غوښتنه وکړه.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه په دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ؛ د دغه فرمان له مخې، په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل شوې ده.

د فرمان له مخې، ټاکل شوې د دغو پیسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړل شي او پاتې نورې د دې لپاره په امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

د راپورونو له مخې، دغه قضیه د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د قربانیانو ځینو کورنیو د دې لپاره د طالبانو خلاف ثبت کړې چې د دغو بریدونو پر مهال یې د القاعده شبکې مشرانو ته پناه ورکړې وه.

د اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو او د بشري حقونو د څار ادارې غبرګونونه

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «د امريکا متحده ایالتونو له خوا د افغان ولس کنګل شوې پيسې غلا کول او پر خپل سر تصرف په کې کول، د يو هېواد او ملت تر ټولو د ټيټې کچې انساني او اخلاقي ټيټوالی ښيي. ماته او بريا، د انسان په تاريخ او ژوند کې معمول دي، خو تر ټولو لويه او شرمېدلې ماته بيا دا ده چې نظامي او اخلاقي ماتې لاسونه سره ورکړي.»

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر ريیس عبدالکریم خرم لیکلي چې یاده شتمني د افغانستان د پیسو ملاتړې پانګه ده.

هغه د یادې پانګې په اړه وایي: «نه د بشري مرستو لپاره ده او نه هم د دروغو غرامت ورکولو لپاره، د بایډن فرمان کولی شي چې افغانستان بې دولته، وږی او اقتصاد یې له منځه یوسي، کېدای شي بایډن به همدا غواړي، نو د طالبانو دنده ده، په داسې حال کې چې نه غواړي د دې فاجعې په پېښېدو کې ونډه وا نه خلي او مخه یې ونیسي.»

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم لیکلي: «د سپټمبر د یوولسمې برید غرامت باید له هغو کسانو واخيستل شي چې ترسره کړی و، نه د افغانستان له خلکو، د افغانستان پانګه د افغانانو ده، د سلګونو زرو شهیدانو او ټپیانو افغانانو غرامت باید له چا څخه واخيستل شي؟!»

د بشري حقونو د څار ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې بایډن د افغانستان د شتمنیو ضبطولو هڅه کوي.

سرچينې لیکلي: «افغانانو ته د بشردوستانه مرستو لپاره د ۳.۵ ميلیارد ډالرو ورکړه ښایي سخاوتمندانه وي، خو دا باید په یاد ولرو چې ټول ۷ ميلیارده ډالر لا له وړاندې په قانوني توګه په افغانانو پورې اړه لري.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ، په دې اړه چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته د افغانستان درې نیم میلیارد ډالره د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده، څه نه دي ویلي، خو لیکلي یې دي چې د بایډن نوی امر د ۳.۵ میلیارده ډالرو کنګل شوو پیسو خوشې کولو لپاره د افغانانو د اړتیاوو پوره کولو یوه برخه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې دغه فرمان له افغانانو سره د مرستې په موخه لاسلیک شوی دی.

په خواله رسنیو کې د بایډن پرېکرې ته د یو شمېر افغانانو غبرګونونه

مسعود عابد لیکلي: «تېری او اشغال امريکایانو او متحدينو يې وکړ؛ جګړه يې وبايلله، دا د افغانستان حق دی چې موږ ته د جګړې غرامت راکړي، نه دا چې زموږ پيسې غلا کړي.»

جمشید اسدي هم لیکلي چې د سپټمبر یوولسمې بریدونه له افغانانو سره هيڅ تړاو نه لري او امریکا هیڅ حق نه لري چې پر خپل سر دا پرېکړه وکړي.

هغه یاده پانګه د افغان ولس شتمني بولي او د بایډن د فرمان په اړه لیکي: «دا نو مطلق زورګیري ده، بس زور لري، په زور د یو ډېر بېچاره ملت حق خوري چې واقعاً د امریکا لپاره د شرم ځای دی.»

محمد ادریس همت بیا لیکلي: «امریکا د یوې توطيې په پایله کې د سپټمبر ۱۱مې پېښه په خپله منځ ته راوړه، پر افغانستان یې یرغل وکړ، په سلهاوو زره افغانان یې شهیدان او ټپيان کړل، په زرهاوو افغانان یې معلول کړل او د بېګناه افغانانو کورونه یی ړنګ کړل.»

هغه زیاتوي: «امریکایان الله تعالی ذلیل، ناکام او رسوا کړل، له افغانستانه یې پر تاریخي تېښته مجبور کړل، خو اوس د خپلې ماتې او سرټيټۍ بدله د افغانستان له مظلوم ملته اخلي. په امریکا کې د افغانستان د غیرتي ملت شتمني کنګل، تصرف او غصب کول فقط او فقط د امریکا بدمعاشي، بد اخلاقي، کبر او غرور ښیي چې په هيڅ صورت او هیڅ قانون د امریکا د ادارې حق او صلاحیت نه دی.»

نصیرالله نصرت امریکا ته په خطاب کې لیکلي: «د سپټمبر یوولسمې له وجهې دې ولې پر افغانستان یرغل وکړ او شل کاله دې دا ملت وواژه، نه دې اسامه پیدا کړ او نه دې کوم بل ترهګر؛ ځکه [دا کار کوې] چې د طالب نظام دې ړنګ کړ او اوس [بیا] د طالب نظام راغی، نو ستا دعوه ناحقه ده، دلته دې ظلم، وحشت، بربریت او غیر انسانې کړنې ترسره کړې او بدمعاشي دې وکړه او د ذلالت تر کندې ورسېدې، اوس د مظلومو افغانانو پیسې مه غلا کوئ.»

عزت الله احمدي پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې یادې پیسې د افغان ملت پیسې دي او امریکایان یې پر کوم بنسټ او په کوم منطق بل ځای لګوي؟

هغه زیاتوي: «احمقانه پرېکړه ده؛ ځکه خپله يې خپل برجونه وران کړل او په همدې پلمه یې زموږ هېواد اشغال کړ چې دوی زموږ د ملت پيسې د خپلو کړنو، خپلې حملې د قربانیانو غرامت لپاره ورکوي، نو دوی چې تر یو میلیون زیات افغانان شهیدان کړي، د هغو غرامت ولې نه ورکوي؛ دوی ترهګر دي او زور کاروي، منطق نه لري.»

هلال غزنوي بیا د افغانستان تاریخ ته په اشارې لیکلي، تاریخونه په دې موخه لیکل کېږي چې راتلونکي نسلونه ترې خبر او له تجربو یې استفاده وکړي، خو بایډن لکه چې تاریخ ته نه دی کتلی او یاده پرېکړه یې کړې ده.

د هغه په وینا، د امریکا اوسني حاکمان په دې ډول پرېکړو سره خپلو راتلونکو نسلونو ته دښمني پرېږدي.

Visits: 429

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.