د روسیې یوه چارواکي ویلي چې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه پراخ شوي دي خو اسلامي امارت وایي چې د داعش فعالیتونه یې خنثی کړي او په دې اړه اندېښنې بېځایه دي.
له تېرو پنځو ورځو راهیسې د امریکا په لاسانجلس کې د ناقانونه کډوالو د نیولو پر سر پیل شوي اعتراضونه لا هم دوام لري خو پولیسو د دغه ښار په ځينو برخو کې ګرځبدنیز اعلان کړی او ویلي یې دي چې سرغړوونکي به ونیول شي.
بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ او ناروې د اسرائیل پر دوو وزیرانو د غزې په اړه د څرګندونو له امله بندیزونه ولګول
د امربالمعروف، نهیعنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، په نورستان ولایت کې یې چکر ته تللي هغه ځوانان نیولي چې هلته له وسلو سره تللي وو او هوایي ډزې یې کړې وې.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو ته د لارموندنې لوبو په لړ کې نن د سوریې د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.
د راپورونو له مخې، د اتریش په سوېل کې یوه ښوونځي کې د ډزو له امله د یوه سړي په ګډول ۹ زدهکوونکي وژل شوي او ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړل شوی او د دغې ډلې دوه تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا په لاس اینجلس کې پر غیرقانوني کډوالو د پولیسو چاپو پر ضد د احتجاجونه درېیمه پرلپسې ورځ روانه ده او په دغه ښار کې د ملي ګارد ځواک ۲۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ تاشکند کې د پانګونې په څلورم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه اوزبیکستان ته ولاړ.
کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې درېیو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د راپورونو له مخې، د هند په بنګلور کې د کرکټ لوبډلې د اتلولۍ جشن پر مهال د خلکو د ډېرې ګڼهګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان ستره محکمه وایي، د لوی اختر په مناسبت د هېواد د اتو ولایتونو له زندانونو ۱۵۵۹ بندیان ازاد شول او ۹۵۰ نورو بندیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.