کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي، د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړل شوی او د دغې ډلې دوه تنه وژل شوي دي.
تېره ورځ ماښام مهال د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند قصبې سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه واورېدل شول، خو وروسته د کورنیو چارو وزارت د جزییاتو له ورکولو پرته خبر ورکړ چې په دغې سیمه کې عملیات روان دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې تېر ماښام د داعشي خوارجو په یوه پټنځای عملیات ترسره شول، د عملیاتو په پایله کې چې دښمن په مقاومت لاس پورې کړ، دوه تنه ووژل شول.»
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په دغه مرکز کې ځای پر ځای شوي وسلې او مهمات نیول شوي، پټنځای له منځه وړل شوی او د «دوی دسیې او پلانونه» شنډ شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP