د اسلامي امارت ویاند وایي، د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړل شوی او د دغې ډلې دوه تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا په لاس اینجلس کې پر غیرقانوني کډوالو د پولیسو چاپو پر ضد د احتجاجونه درېیمه پرلپسې ورځ روانه ده او په دغه ښار کې د ملي ګارد ځواک ۲۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ تاشکند کې د پانګونې په څلورم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه اوزبیکستان ته ولاړ.
کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې درېیو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د راپورونو له مخې، د هند په بنګلور کې د کرکټ لوبډلې د اتلولۍ جشن پر مهال د خلکو د ډېرې ګڼهګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان ستره محکمه وایي، د لوی اختر په مناسبت د هېواد د اتو ولایتونو له زندانونو ۱۵۵۹ بندیان ازاد شول او ۹۵۰ نورو بندیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
د خلیج هېوادونو د همکارۍ شورا په افغانستان کې د امنیت او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانانو سره په بشري، اقتصادي او پرمختیایي برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.
کابل (پژوک، ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴): د افغانستان بانک وایي، د دغه بانک اړوند مالي او بانکي انسټیټیوټ بیا ځلي فعال شو. د افغانستان بانک په
کورنیو چارو وزارت وایي چې امنیتي ځواکونو پکتیکا کې د یوه سوداګر له کوره غلا شوي ۱۱۳ زره امریکایي ډالر او ۹ میلیون کلدارۍ بېرته ترلاسه کړې او په تړاو یې د غلو یوه ډله نیولې ده
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، لوګر ولایت کې ۴۲ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي
په کابل کې د روسیې سفیر د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته د افغانستان د نوماند سفیر د منلو یادښت سپارلی؛ هغه هیله څرګنده کړې چې د ډیپلوماتیکې کچې په لوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.
د راپورونو له مخې، د نایجریا په شمال کې د سېلابونو راوتلو او سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۱۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه کورونه نړېدلي دي.