کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د روسیې یوه چارواکي ویلي چې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه پراخ شوي دي خو اسلامي امارت وایي چې د داعش فعالیتونه یې خنثی کړي او په دې اړه اندېښنې بېځایه دي.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدمت رییس، الکساندر بورتنیکوف، په مسکو کې ویلي، په نړۍ کې د داعش په څېر ډلو فعالیتونه د لوېدیځ د پالیسیو له امله زیات شوي دي.
هغه د سوریې د قدرت بدلون، د غزې جګړه، پر ایران فشار، او د لیبیا وضعیت د سخت دریځۍ د پراختیا لاملونه بللي دي.
بورتنیکوف زیاته کړه چې داعش په افغانستان کې هم خپل فعالیتونه پراخ کړي او په سوریه کې د هغوی د نفوذ نښې هم لیدل شوې دي او هغه دا وضعیت د لوېدیځ له هغو هڅو سره تړلی بللی چې غواړي خپل جیوپولیټیکي موقعیت وساتي او له ترهګرو ډلو استفاده کوي.
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا ویلي، په دې اړه اندېښنې بېځایه دي او امنیتي ځواکونه توانېدلې چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه خنثی کړي.
ده ویلي، وړمه شپه د امنیتي ځواکونو له لوري په کابل کې د داعش ډلې د یوه پټنځای له منځه وړل دا ښکاروي چې امنیتي ځواکونه د داعش ډلې د فعالیتونو پر وړاندې وېښ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP