د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د یوه ایراني شرکت مسوولینو په افغانستان کې د اوبو، ډبرو سکرو، ګاز او لمر له سرچینو څخه د برېښنا د تولید پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو د اړېکو پر لا پیاوړتیا خبرې کړي دي.
د افغانستان ستره محکمه وایي چې د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې یوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د رياستالوزراء اداري مرستیال د چین له سفیر سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې په افغانستان کې د برېښنا د توليد او په عصري وسایلو د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د سمبالولو برخو کې همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیاله امنه محمد وایي چې د اسلام په چوکاټ کې د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع ته ژمنه ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جنورۍ په لسمه یوې فلمي ستوري ته د هغې د چوپ کولو په موخه د پیسو ورکولو له امله محکمې ته حاضر شي.
سعودي عربستان شپږ ایرانیان د نشهيي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي او د ایران بهرنیو چارو وزارت د دغه کار په غبرګون کې په تهران کې د سعودي عربستان سفیر احضار کړی.
د امریکا په لویزیانا ایالت کې یوه کس په یوه ډک بازار کې خلک په موټر وهلي چې له امله یې لږ تر لږه لس کسان مړه او ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت هغه خبر رد کړ چې ګواکي د دغه وزارت د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د موټرو په کاروان وسلهوال برید شوی.
بریتانوي چارواکو ویلي، هغه درې افغانان یې نیولي چې په بلجیم کې د انسانانو د قاچاق د یوې شبکې پر غړیتوب تورن وو.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اندېښن دی او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې له زغم کار واخلي او هڅه وکړي چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د راپورونو له مخې، په سوېلي کوریا کې یوه مسافروړونکې الوتکه لوېدلې چې په کې لږ تر لږه ۶۲ کسان مړه شوي دي.