د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په پلازمینه انقره ښار کې د هوایي صنایعو پر یوه شرکت برید غندلی او هیله یې څرګند کړې چې د ترکیې خلک او دولت بیا له ورته پېښو سره مخ نه شي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي چې انقرې ته نږدې د دغه هېواد د هوایي چلند صنعت پر یوې فابریکې د وسلهوالو برید کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
ستره محکمه وایي، په خوست ولایت کې اوو مجرمینو او لسو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د افغانستان لپاره د م.م د سرمنشي ځانګړې استازې د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، یوناما به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له رییس سره ځوانانو ته د کار موندنې او بهرنیو هېوادونو ته د هغوی د کډوالۍ پر مخنیوي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت ملت ته خدمت خپل مسؤولیت بولي.
کابینې د مالیې وزارت د دویمې ربعې غیرمالیاتي عوایدو راپور تایید کړی او ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې د پراختیایي بودجې د لګښت په اړه د دغه راپور وړاندیزونه په پام کې ونیسي.
ټاکل شوې د برېکس سرمشریزې په پای کې د روسیې ولسمشر د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي سره په منځني ختیځ کې د کړکېچ، د اوکراین وضعیت او ځینو نړۍوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
د برېکس سرمشریزه د«عادلانه نړیوالې پرمختیا او امنیت لپاره د هېوادونو ترمنځ همغږي لا پیاوړي کول» تر عنوان لاندې د روسیې په کازان ښار کې پیلیږي.
ستره محکمه وایي، په بامیانو ولایت کې دوو تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د حماس د سیاسي دفتر مرستیال تایید کړه چې یحیی سنوار غزه کې له اسرائیلي ځاکونو سره په نښته کې ژوند بایللی.
کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د ایران پر پوله د افغان کډوالو د وژل کېدو راپورونو په اړه، یوناما او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور
په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي، پر افغان کډوالو د ډزو د راپورونو په تړاو ویلي، د هغه پلټنې ښیی چې د سراوان په سرحد کې د لسګونه ناقانونه کسانو د وژلو په تړاو راپورونه حقیقت نهلري.