د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لېدنه کې د کابل او تهران ترمنځ د کلتوري او هنري اړېکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته یې د دغه هېواد له مشر محمد بن زاید النهیان سره کتلي دي.