د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په مخابراتي شرکتونو یې د لاټرۍ ترسره کول بند کړل.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د هغه اقدام چې د ا.ا نوم یې د ترهګریزو ډلو له لېسته ایستلی هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو پر وړاندې د خنډونو لرې کېدو برخه کې مهم دی.
د اسلامي امارت ویاند وایي، په جوزجان ولایت کې ناپېژانده وسلهوالو د یوه خصوصي شرکت دوه کارکوونکي وژلي او هغه اوازې ناسمې دي چې دغه کسان د قوشتېپې کانال کارکوونکي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، بلخ کې تښتول شوی ماشوم وژغورل شو او له پولیسو سره نښته کې له تښتوونکو یو تن وژل شوی او پنځه نور مشکوک کسان نیول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د اندونیزیا هېواد له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارات لېواله دی چې بېلابېلو برخو کې له اندونیزیا سره اړیکې او همکارۍ لا پراخې کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اندونیزیا هېواد له یوه پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د ولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي روحالله یوسفي د سویډن په اېفسيار سازمان کې خپل سویډني سیال ته په ماتې ورکولو سره د دې سازمان د ۲۰م پړاو سیالیو اتلولي وګټله.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي سره په لېدنه کې ویلي، ا.ا د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په هکله به یې خپل دریځ اعلان کړي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د درېیمي امنیتي حوزې اړوند کارته سخي سېمه کې یې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلى او په تړاو یې یو انسانتښتونکی نیول شوی دی.
د هرات ولایت مقام وایي، هغه ډله کسان نیول شوي چې شاوخوا یوه میاشت مخکې یې د دغه ولایت ګذرې ولسوالۍ یوه جومات کې پر لمونځکوونکو ډزې کړې وې او اوو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.
د ا.ا ویاند خیبرپښتونخوا کې پر چینایي وګړو د برید په تړاو د پاکستان اعلامیې ته په غبرګون ویلي، دغه مساله له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري او په دې اړه د پاکستان څرګندونې د افغانستان او چین ترمنځ د باور له منځه وړلو هڅه ده.
د مالیې وزارت وایي، د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال ملي بودجه له هر اړخیز غور او دقت وروسته د اسلامي امارت د مشر له خوا توشېح شوه.