د ا.ا ویاند وایي، ټاکل شوې چې د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به هم ورسره وي، سبا د ایران د ولسمشر جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
له سوریې، پاکستان او عراق وروسته هند، ترکیې او کیوبا هم د سیدابراهیم رییسی د مړینې له امله په خپلو هېوادونو کې ماتم اعلان کړی.
د امربالمعروف، نهېعنالمنکر او شکايتونو اورېدو وزارت سرپرست وايي، رسنۍ باید داسې څه خپاره نه کړي چې له اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره پر دوه اړخیزو اړېکو او د دوحې راتلونکې دریېمې ناستې پر اجنډا او ترکیب خبرې کړې دي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره لېدنه کې ویلي، د دوحې تېره ناسته نیمګړې وه او هیله یې ښودلې چې د راتلونکې ناستې په اړه د اسلامي امارت دریځ ومنل شي څو ګډون په کې وکړي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت یو ګډ پلاوی په رسمي بلنه، ازبکستان هېواد ته ولاړ.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تېره ورځ په بامیان ولایت کې په وسالهوال برید کې درې وژل شوي او یو ټپي شوی کس د دغه هېواد وګړي وو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د دغه وزارت د ځانګړو ځواکونو تعليمي مرکز ته نږدې پخواني چاودېدونکي توکي چاودلي، خو مرګژوبله نه لري.
د فساد او پلان شوو جرمونو د راپور ورکونې پروژې (اوسيسيارپي) راپور ښیي، یوولس افغانان – چې ډېر یې پخواني چارواکي او یا هغوی ته نږدې کسان دي – په دوبۍ کې د څه باندې ۴۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ملکیتونه لري.
یوه سرچینه وایي، د اسلامي امارت رهبر کابل ته راغلی او والیانو او امنیه قوماندانو ته د جوړ شوي سیمینار په پایغونډه کې یې ګډون او وینا کړې ده.
د کابل امنیه قومانداني وایی، د هغو کسانو له خوا غلا شوي سره زر يې خپل مالک ته وسپارل چې درې ورځې وړاندې یې درې تنه له پولیسو سره نښته کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت یوه چورلکه چې هریرود سیند کې د ډوب شوو کسانو د مړو را ایستلو په موخه یې الوتنه کړې وه، د بېړنۍ ناستې پرمهال لوېدلې چې له امله یې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.