د کرنې وزارت وایي، د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې د نوو مېتودونو دودولو په موخه د کرنې او مالدارۍ کمپلکسونه جوړوي.
د افغانستان کرکټ بورډ له هند سره د راتلونکو درېیو نړۍوالو شلاوریزه سیالیو لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان د عدلیې وزارت په تېره یوه میاشت کې اتو ولایتونو کې د یوویشتنیم زره جریبه دولتي ځمکې د بېرته راګرځولو خبر ورکړی او وایي چې دا ځمکه اړوندو ادارو ته سپارل کېږي.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون وایي، په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې د یوولس ښځینه خبریالانو په ګډون ۱۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
روسیه او چین وایي، ځکه یې د افغانستان په اړه د امنیت شورا پرېکړهلیک ته رایه ورنه کړه چې د ا.ا له هوکړې پرته د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالف دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې تېره میاشت یې د هېواد د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې د ۲۵۸۶ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ ثبت کړی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوادګرۍ کچه لوړه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ندا پرواني او ژولیا پارسی د خوشي کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی باید زنداني شوې نه وای.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي (یوناما) وایي، امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي او د یوناما مشره روزا اتونبایوا به هم د افغانستان د وضعیت په اړه دې غونډې ته وینا وکړي.
چارواکي وایي، په تېرو څه کم دوو میاشتو کې څه باندې پنځه سوه زره افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه را ایستل شوي او ایران او ترکیه هم د ورځې زرګونه کسان په زور له خپلو هېوادونو را وباسي.
د کویټ امیر شيخ نواف الاحمد الجابر المبارک الصباح د ۸۶ کلونو په عمر ومړ او اسلامي امارت د هغه د مړینې له د یاد هېواد له خلکو سره خواخوږي وښوده.
د کورنیو چارو سرپرست په کابل کې د چاپان له سفیر سره په لېدنه کې ویلي، نړیوال ټولنه باید د نشهیي توکو په کنټرول کې له افغان کروندګرو سره د بدیل کښت په برخه کې مرسته وکړی.