د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې له کندهاره بهر د انارو صادرات پيل شوي او تر دې مهاله د څه باندې ۲۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له ۴۷زره ټنه ډېر انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.
په کندهار کې د انګورو د حاصلاتو له ټولولو سره جوخت یې صادرات هم پای ته رسېدلي او سږ کال د څه باندې ۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵زره ټنه انګور بهر ته صادر شوي دي.
کندهار (پژواک، ٢٩ تله ۱۴۰۱): په کندهار کې د هنر ورځې نمانځې مراسمو کې يو شمېر ممثلينو او انځوګرانو وويل چې هنرونه يې پامه غورځول
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې پاکستاني ځواکونو ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر یو شمېر کسانو ډزې کړې او ۹ تنو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
کندهار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱) «کندهار د شاهانو خاوره» د کندهار د تاریخي، فرهنګي، اقتصادي او سیاحتي ارزښتونو او نومیالیو شخصیتونو د پېژندنې کتلاک دی
کندهار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د کندهار په صنعتي پارک کې د وچې مېوې د بستهبندۍ په یوې فابریکې کې اورلګېدنې ۶۰۰ زره ډالر زیان
د کندهار چارواکي وایي، د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یوه پلار خپل ۳۵ کلن زوی له دې امله وژلی چې د هغه د دویم واده مخنیوی یې کاوه.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی او په تېر نظام کې د دغې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ مرستیال او د سیمهییزو پولیسو قوماندان عبدالصمد اڅکزی د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د کندهار ښاروالۍ له خوا د ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ۱۹۰ متره استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې چې ۲۸۵ زره امریکايي ډالر لګښت پرې راځي.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کارېزک سیمه کې یوه پلار له خپلو درېیو زامنو سرونه پرې کړي او وژلي دي.
سږ کال په کندهار کې په داسې حال کې ۳۶ ټنه شات تولید شوي چې د تېرو جګړو، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله د شاتو مچیو ۷۰ سلنه فارمونه له منځه تللي دي.
له کندهار ښاره ۷۰ کیلومتره لرې ولسوالي «میوند» چې د وروستیو دوو لسیزو جګړو له امله ډېره ځپل شوې؛ د روغتیا، پوهنې او ورته نورو ټولنیزو برخو کې له خدماتو بېبرخې ده چې اوسېدونکي یې له کړاوه ډک ژوند تېروي.