په کندهار کې سږ کال د ګاز بیې له لوړېدو سره خلکو د ګازي بخاریو پر ځای د لرګیو بخارۍ کارولو ته مخه کړې چې له امله یې په کور دننه د دغو جوړېدونکو بخاریو بازار ښه شوی دی.
په کندهار کې بې کاري او بې روزګاري تر وروستي حده ډېره شوې او هره ورځ په زرګونو خلک د کار په لټون له کورونو وځي خو تش لاس بېرته ستنېږي.
په کندهار کې له اوږده ځنډ وروسته د ځانګړو ورځو بازارونه یو ځل بیا ګرم شوي چې زرګونه کسان په کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو پېر او پلور کوي.
په کندهار کې د ترافیکي اصولو د نه مراعاتولو او سرغړوونو له امله ترافیکي پېښې په بې سارې توګه ډېرې شوې چې یوازې په تېرو ۴ میاشتو کې یې ۳۱۵۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، امنیتي ځواکونو په کندهار ښار کې څلور کسان نیولي چې پر خلکو یې چرس، هیرویین، ښیښه او ټابلیټ کا پلورل.
په کندهار کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سپین بولد ولسوالۍ اړوند د لقمان او جهانګیر کلیو په ګډون د ځینو سیمو اوسېدونکو ته پاکستاني شناخت کارتونه ورکړل شوي دي.
په افغانستان کې د سوداګرۍ خونې رییس محمد یونس مومند وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د هېواد په صادراتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
کندهار مېشتی ځوان شاعر چې مخکې یې فرهنګي فعالیتونه کول او په یوه سیمه ییزه راډیو کې یې ادبې خپرونې مخ ته وړلې، اوس د سړک پر سر په کراچۍ کې سوپ پلوري.
د کندهار د میرویس روغتون د ماشومانو د وارډ مسوولین وايي، په روان ۱۴۰۰ لمریز کال کې دغه روغتون ته ۱۹۴۷ خوارځواکي ماشومان ور وړل شوي چې ۷۵ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په کندهار کې د موټر پلورنځیو مسوولین وایي، په دې وروستیو کې یې کاروبار لوېدلی او د موټرو پېر او پلور کم شوی دی.
کندهار (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، امنیتي ساتونکو د کندهار د صرافۍ مارکېټ په ساحه کې هغه غله نیولي
په کندهار ښار کې د یونیسف ادارې د ۱۰،۷ میلیونه افغانیو په لګښت خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو د یوې پروژې کار پیل شو.