Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار د صنایعو او کانونو خونه وایي، سږ کال په سوېلي ولایتونو کې پنبه ډېره کرل شوې چې د اټکل له مخې د پنبې پروسس فابریکو لپاره به تر شاوخوا یو میلیون ټنه پنبه راټوله شي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د معتادینو د درملنې له مرکزه ۳۴۳ کسان له لس میاشتنۍ درملنې وروسته مرخص شول.
د کندهار د کلیو پراختیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په هره ولسوالۍ کې د اوبو یو- یو بند جوړېږي چې د ځینو د سروې چارې دا مهال روانې دي.
د لوړو زدهکړو وزارت له لورې د ۱۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د کندهار پوهنتون د تدریسي روغتون او لیلیې ودانیو نیمهبشپړه پروژو چارې پیل شوې.
د کندهار ښاروالۍ وایي، د ښاري نظم په موخه یې په دغه ښار کې د ۹۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مېوو او ترکاري پلورونکو لپاره ۲۸۰ غرفې اېښې دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې د ریحان کښت او حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا دوه برابره ډېر شوي خو کروندګر یې له ټيټې بیې سر ټکوي او له حکومته غواړي چې بازار ورته پیدا کړي.
د کندهار د سپينبولدک ولسوالۍ په کڅۍ سيمه کې نن د څه باندې ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۲۰۰ متره استنادي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې د پاکو اوبو رسولو یوې شبکې چارې چې مخکې نیمګړې پاتې وې، بېرته پيل شوې.
کندهار ته له پاکستانه راستانه شوي یو شمېر افغانان وايي چې دوی له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او نه پوهېږي چې له لنډمهاله کمپونو وروسته به چېرته ځي.
د سپینبولدک – چمن لار د اعتراضکوونکو له خوا له ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته نن بنده شوه خو یوازې هغه افغان کډوالو ته اجازه شته چې بېرته هېواد ته راستنېږي.
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د کندهار – اروزګان د سړک چې د شمال دهلېز په نوم یادېږي، د پخولو چارې نن پيل شوې.
ملا عبدالغني برادر وایي، د نړۍ هیڅ هېواد په داسي شکل کډوال له خپل هېواده نه دي ایستلي، لکه افغانان چې په دې ورستیو کې را ایستل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP