هرات کې د بکسونو یو شمېر تولیدوونکي د خپلو محصولاتو د پلور بازار پر پیکه کېدو اندېښنه ښودلې او وایي که ملاتړ یې ونه شي اړ دي خپل فعالیتونه ودروي.
د هرات د اسلامکلا بندر مسوولین او د ترانزیټي شرکتونو استازي وايي چې د دغه بندر له لارې د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې او د توکو ترانزیټ لپاره نوې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.
هرات کې یو شمېر خامکګنډونکي او خامک پلورونکي اندېښنه څرګندوي او وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله لاسي صنایعو، په ځانګړې توګه خامک ګنډلو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.
هرات کې د شنو خونو حاصلاتو ټولېدو موسم له رارسېدو سره سم په دغه ولایت کې هغه کسان چې د بادرنګو شنې خونې لري، وايي، د دغه محصول ټیټې بیې له امله نه شي کولای خپل لګښتونه پوره کړي.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې ۸۰ کیلومتره سړک ترمیم او جغل پرې اچول کېږي، دغهراز په هرات ښار کې د شاوخوا څلور میلیون افغانیو په لګښت د یوه چوک جوړولو چارې پیل شوې.
هرات کې د مېوو د حاصلاتو موسم را رسېدو سره هم مهاله ځيني بڼوال د خپلو محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکايت کوي، له حکومت غواړي چې ملاتړ یې وکړي او د دوی محصولاتو لپاره سړې خونې جوړې کړي.
د هرات د ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، د دغه ولایت هنرمندانو ته د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د تیاتر یوه نوي سالون جوړولو چارې پیل شوې.
ځيني هغه افغانان چې له ايرانه را ایستل شوي د دغه هېواد د پوليسو له ناسم چلنده شکايت کوي او وايي چې په ايران کې افغان کډوال وهل او ډبول کېږي، بندي کېږي او په زور را ایستل کېږي.
د هرات ځيني اوسېدونکي وایي، په داسې حال کې چې د انټرنېټي خدمتونو کیفیت ټيټ دی خو بیې یې لوړې دي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، له وروستیو سېلابځپلو سره د مرستو په دوام د ترکیې یوه بله د خوراکي او غیرخوراکي توکو کڅوړه د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ته راورسېده.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د نشهیي توکو ۱۳۰۰ روږدي له یوه مراقبتي او درملیز پړاو وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د ازموینو ملي اداره وايي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینې لړۍ د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې رسماً پیل شوه.